د خیبر پښتونخوا د چارسدې څارنوال وايي چې پر یو ماشوم یې د جنسي تېري په تړاو یو قاري نیولی دی.
ضلعي سرکاري وکیل یا څارنوال سنګین خان د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې پېښه د فبرورۍ پر ۱۷مه په تنګي تحصل کې شوې خو د مدرسې ۱۴ کلن زده کوونکي د دوو قاریانو له ډاره څه نه ویل ځکه چې د تېري پر مهال یې یو قاري ویډیو جوړه کړې وه او ورته یې ویلي ول چې که څوک یې خبر کړل نو ویډیو او انځورونه به یې پر ټولنیزو شبکو خپاره کړي.
خان وايي چې د تېري ښکار شوي ماشوم پولیسو ته ویلي دي چې له هېواده بهر یې چا تره ته پر وټس ایپ هغه ویډیو واستوله نو ځکه خبره ښکاره شوه.
ماشوم پولیسو ته ویلي دي چې یو قاري شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم ځورولی وو چې ده یې بیا په کور کې شکایت وکړ او هغه یې له کورنۍ ''په قران بخښنه ''وغوښته.
سنګین خان زیاتوي چې پولیسو د ماشوم تر رپورټ دایرولو وروسته ویډیو جوړوونکی قاري نیولی او په تېري تورن قاري تښتېدلی دی چې د نیولو هڅې یې روانې دي.
د تورنو کسانو کورنیو لا پر دې موضوع څه نه دي ویلي.
په پاکستان کې تر دې مخکې هم پر ماشومانو د تېري، ورباندې د تشدد او د هغوی د وژنې پېښې شوې دي چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.
پر ماشومانو د جنسي تېري خلاف او د هغوی د ساتنې لپاره هڅې کوونکي سازمان ساحل وايي، په هغه هېواد کې هر کال زرګونه ماشومان د تشدد، زورزیاتي، بې درکیو او داراز، سلګونه یې د جنسې ځورونې او تېري ښکار کېږي.