د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي د ولسونو د پرمختګ لپاره د مورنیو ژبو ساتنه او ملاتړ اړین دی.
نوموړي دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۱مه د مورنیو ژبو د نړېوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې کړې دي. د پاکستان دولتي راډیو د نوموړي له خولې لیکلې دي چې د ژبو تنوع د ملي پرمختګ او د ملت د ځواکمنتیا لپاره اړینه ده.
نوموړي ملت ته په پیغام کې ویلې دي چې په پاکستان کې پښتو، پنجابي، سیندي، بلوچي، سرایکي، براهوي، هیندکو، شینا، بالتي، بروشاسکي، واخي او هزارګي د پېړیو تاریخ لري او له یو بل سره کلتوري میراث تبادله کوي.
اصف علي زرداري دا هم ویلي دي چې په زده کړو او ورځني ژوند کې د مورنیو ژبو اهمیت د ډېر پام وړ دی.
نوموړي زیاته کړېده چې ژبه د وینا ترڅنګ د دې خبرې ښکارندويي هم کوي چې ټولنې څه ډول خپله تېره زمانه په یاد ساتي، خپل ټولنیز ژوند جوړوي او له ځانه چارچاپېره نړۍ باندې ځان پوهوي.
د نړۍ د نورو سیمو په شان په پاکستان کې هم د فبرورۍ ۲۱مه د مورنیو ژبو د نړېوالې ورځې په مناسبت د غونډو، کانفرسونو او سېمېنارونو شاهده وي.
کله چې د پاکستان تر خپلواکۍ يو کال وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې حکومت اردو د هغه هېواد د يوازينۍ ملي ژبې په توګه اعلان کړه نو د هغه وخت په ختيز پاکستان يا اوسني بنګلادېش کې ولس د دې ګام مخالفت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې هلته زياته ويونکې ژبه بنګالي دې هم ملي ژبه وګرځول شي.
وروسته د ۱۹۵۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه چې کله د ډاکا پوهنتون زده کوونکو مظاهره کوله نو پوليسو ډزې ورباندې وکړې چې پکې پينځه زده کوونکي ووژل شول او لسګونه ژوبل شول.
د مورنۍ ژبې ارزښت او د مظاهرې قربانيانو ته د درناوي په توګه ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹ز کال کې د فبرورۍ ۲۱مه د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه ونوموله.