د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپورټونه وايي پر غزه د اسراییل په تازه بریدونو کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي

رويټرز او فرانس پرېس اژانسونو ویلي چې بريدونه د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې شوي دي. (انځور: ارشیف)
رويټرز او فرانس پرېس اژانسونو ویلي چې بريدونه د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې شوي دي. (انځور: ارشیف)

د اسراييلي ځواکونو له خوا د فبرورۍ پر ۱۵مه سهار وختي پر غزې تړانګه په تازه هوايي بريدونو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.

د غزې د ملکي دفاع او روغتیا چارواکو رويټرز او فرانس پرېس اژانسونو ته ویلي چې بريدونه د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې شوي دي.

فرانس پرېس اژانس د چارواکو په حواله د وژل شويو شمېر ۱۱ لیکلی دی. د چارواکو په وینا یو برید د بې‌ کوره شويو پر کيمپ او بل په خان یونس کې شوی دی.

د اسراييل پوځ ویلي چې دا بریدونه د حماس له لوري له اوربنده د سرغړونو په ځواب کې شوي دي. امريکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي.

د اسراييل يو پوځي چارواکي چې نوم يې نه دی ښوول شوی دعوه کړې چې بريدونه يې تر هغې وروسته کړی چې د حماس وسلوال د يو سرنګ په کارولو له کرښې واوښتل او د اسرايلي ځواکونو تر واک لاندې سيمې ته داخل شول.

د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د اوربند له پیل راهیسې د اسراييل پوځي عملياتو کې لږ تر لږه ۶۰۰ فلسطینیان وژل شوي.

په داسې حال کې چې اسراييل ادعا کوي چې په همدې موده کې څلور اسراييلي سرتیري د وسلوالو په بریدونو کې وژل شوي دي.

حماس، چې امريکا او اروپا يې ترهګره ډله پېژني، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۶،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG