د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شل اووره کرکټ نړيوال جام کې نيوزيلېنډ افغانستان ته ماتې ورکړه

راشد خان د نيوزيلينډ لوبغاړو ته مبارکي وايي
راشد خان د نيوزيلينډ لوبغاړو ته مبارکي وايي

د ۲۰ اووره کرکټ په نړيوال جام کې نيوزيلينډ د فرورۍ پر اتمه، افغانستان ته په ۵ ويکټو ماتې ورکړه.

د هند په چنای کې شوې دې لوبه کې لومړی بيټینګ افغانستان وکړ او د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۸۲ منډې وکړي. ګلبدین نايب تر ټولې ډېرې ۶۳ منډې جوړې کړې.

نیوزيلېنډ هغه هدف په ۱۸ اوور کې پوره کړ. د نيوزيلینډ ټېم سېفرټ تر ټولو ډېرې، ۶۵ منډې جوړې.

د نیوزيلېنډ سېفرټ ۶۵ منډې وکړې
د نیوزيلېنډ سېفرټ ۶۵ منډې وکړې

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام د فرورۍ په اوومه په هند کې پيل شوی. پاکستان د دې سیاليوو لومړۍ لوبه وکړه او نيدرلېنډز ته یې ماتې ورکړه. په همغه ورځ وېسټ انډيز له سکاټلېنډ او هند له امريکې خپلې سیالۍ وګټلې.

د دې جام بل کوربه هېواد، سريلنکا دی. د پاکستان او هند د خرابو اړیکو له امله به د پاکستان ټولې سیالۍ په سريلنکا کې کېږي. پاکستانۍ لوبډلې په دې سیاليوو کې له هند سره له لوبې کولو انکار کړی او وجه یې د بنګله دېش لوبډلې ملاتړ ښودلی دی.

د کرکټ نړيوالې شورا د جنورۍ پر ۲۸مه، بنګله دېش لوبډله تر هغې وروسته، له نړيوال جامه اېستلې وه چې د بنګله دېش حکومت هند کې د لوبو له کولو انکار وکړ.

بنګله دېش ويلي وو چې په هند کې یې د لوبغاړو امنيت خوندي نه دی نو ځکه دې یې سیالۍ سريلنکا کې وشي خو د کرکټ نړیوالې شورا دا غوښتنه رد کړه.

د کرکټ د قوانينو ترمخه، که يوه لوبډله کومه سیالۍ نه کوي نو لوبه یې بایللې حسابېږي او دوه پواينټونه یې سیالې لوبډلې ته ځي. سکاټ لينډ د بنګله دېش پر ځای په دې سیالۍ کې ورګډه شوې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا پاکستان ته خبرداری ورکړی چې له هند سره لوبه نه کول به خرابې پايلې ولري. خو د پاکستان حکومت ويلي چې خپل دريځ نه بدلوي.

XS
SM
MD
LG