د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د کرکټ په راتلونکي ۲۰ اووره نړیوال جام کې له هند سره نه لوبېدل "ژورې پایلې" درلودلی شي.
شورا د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ملکونو "د ملي امنیت" پر اساس پرېکړو ته "احترام" لري خو د پاکستان له خوا له هند سره سیالي نه کول "ژورې اغېزې" لرلای درلودلی شي.
البته شورا پر پاکستان غږ کړی چې يو دوه اړخيز جوړجاړي ته ورسي.
پاکستان لا د شورا د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د کرکټ د نړیوالې شورا تر بیان څو ساعته مخکې یې اعلان وکړ چې د فبرورۍ پر اوومه د پیلېدونکي نړیوال جام سیالیو لپاره سري لنکا ته ځي، خو له هند سره به لوبه نه کوي.
د پاکستان حکومت د خپلې پرېکړې لپاره کوم دلیل نه دی وړاندې کړی خو د پاکستان کرکټ بورډ مخکې ویلي ول چې د بنګلادېش ملاتړ کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا بنګلادېش د جنورۍ پر ۲۴مه تر هغې وروسته له نړیوال جامه وایست چې په هند کې یې له لوبو کولو انکار وکړ. بنګلادېش ادعا کړې چې په هند کې یې لوبغاړي خوندي نه دي نو ځکه دې یې سیالۍ سري لنکا ته انتقال شي. هند او د کرکټ نړیوالې شورا دا ادعا او غوښتنه رد کړې وه.
هند او سري لنکا د ۲۰۲۶ز کال د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام کوربانه هېوادونه دي. د پاکستان او هند د خرابو اړيکو له وجې د پاکستان ټولې لوبې په سري لنکا کې پلان شوي دي.
د فبرورۍ پر اوومه، د نړيوال جام سیالۍ د پاکستان او نېدرلینډز له مقابلې پیلېږي. پر همغه ورځ به هند له امريکا او وېسټ انډيز له سکاټلينډ سره سیالي لري.
د کرکټ نړیوالې شورا سکاټلينډۍ لوبډله د بنګلادېش پر ځای د جام په سیالیو کې ورګډه کړې ده.
ټاکل شوې چې افغانستان خپله لومړۍ سیالي د فبروۍ پر اتمه د نیو زیلینډ پر وړاندې وکړي.