د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني عدالت نوبیل جایزه ګټونکې نرګس محمدي ته د ۷ کالو بند سزا اورولې ده

نرګس محمدي له کلونو راهیسې په ایران کې د اعدام د سزا او پر ښځو د حجاب د جبري کېدو پر ضد مبارزه کوي. (انځور: ارشیف)
نرګس محمدي له کلونو راهیسې په ایران کې د اعدام د سزا او پر ښځو د حجاب د جبري کېدو پر ضد مبارزه کوي. (انځور: ارشیف)

په ایران کې یو عدالت د سولې نوبیل جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعالې، نرګس محمدي ته د اووه نيمو کالو قید سزا اورولې ده.

د هغې وکیل مصطفا نېلي د فرورۍ پر اتمه پر اېکس د ليکلو تر څنګ اې اېف پي او رويټرز خبري اژانسونو ته ويلي چې محمدي ته شپږ کلونه د "جرمونو د پلان" او يو نيم کال د تبلیغاتو کولو په تور سزا اورول شوې ده.

پر دې سربیره، نوموړې ته د ايران ختيځ، خوسف ښار کې د دوو کلونو لپاره د "جلاوطنه" کېدو حکم هم شوی دی.

۵۳ کلنه محمدي د تېرې یوې لسیزې لویه برخه په زندان کې تېره کړې او په دې وروستیو کې د روغتیايي ستونزو له امله د لږ وخت لپاره خوشې شوې وه، خو وروسته بیا ونیول شوه.

نرګس محمدي له کلونو راهیسې په ایران کې د اعدام د سزا او پر ښځو د حجاب د جبري کېدو پر ضد مبارزه کوي.

هغې ته په ۲۰۲۳ کال کې د نوبيل سولې جایزه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG