د اوکراین چارواکي وايي، روسیې ځواکونو د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو یو ستر برید کړی چې له امله یې په ټول هېواد کې برېښنا پرې شوې ده.
فرانس پرېس او رويټرز اژانسونو د فبرورۍ پر اوومه دا خبره د اوکراین د دولتي برېښنا شرکت د چارواکو له خولې کړې ده.
په خبر کې راغلي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب خبرې روانې دي، روسیه په دې وروستیو ورځو کې پر اوکراین یرغل ته دوام ورکړی.
اوکرایني چارواکي مسکو تورنوي چې په قصدي ډول د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي، چې له امله یې سلګونه زره خلک د سختې یخنۍ په حال کې له رڼا او تودوخې بې برخې شوي دي.
د روسیې له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
د اوکراین د برېښنا ملي شرکت - اوکرېنرګو - ویلي چې"روسیه د اوکراین د برېښنا پر شبکې یو بل ستر برید ترسره کوي."
دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل د فبرورۍ پر ۲۴مه څلور کاله پوره کېږي.