د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې د هند پر تجارتي مالونو تعرفې کموي.
ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر دويمه پر ټروت سوشل په خپاره کړي یو بیان کې ویلي دي چې هغه پلان لري چې پر هند تجارتي تعرفه له ۲۵ فیصدو څخه ۱۸ فیصدو ته کمه کړي.
هغه وايي، دا ګام ځکه پورته کوي چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي په دې رضا شوی دی چې له روسیې به د تېلو اخیستل دروي.
ټرمپ دا هم ویلي دي چې هند به پر امریکايي مالونو وارداتي ماليې صفر ته ټيټوي او د ۵۰۰ بېليونه (اربه) ډالرو امریکايي توکي به هم اخلي.
د هند وزیراعظم نریندرا مودي د فبرورۍ پر دویمه پر اېکس لیکلي، خوشاله دی چې له خپل ګران ملګري ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره یې خبرې کړې دي او اوس به په هند کې جوړ توکي له ۱۸ فیصده تعرفې سره په امریکا کې خرڅېږي.
نوموړي زیاته کړې ده چې د هند د نېږدې یو نیم بېلیونه خلکو په استازیتوب له ډانلډ ټرمپ څخه پر دې "شانداره اعلان" مننه کوي.
د امریکا په باور، هند چې له روسیې تېل واخلي نو دا د اوکراین پر ضد په جګړه کې د روسیې مرسته کوي.
ولسمشر ټرمپ پر سوشل ټروت شبکې لیکلي دي چې د هند د چارواکو دا پرېکړه به د اوکراین د جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي.