د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبان حکومت وايي سږکال به ۳۰ زره افغانان حج ته ځي

د نړۍ له ګڼو هیوادونو په سلګونه زره مسلمانان هر کال د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عرب ته سفر کوي.
د نړۍ له ګڼو هیوادونو په سلګونه زره مسلمانان هر کال د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عرب ته سفر کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د راتلونکي حج لپاره د هغه هېواد شاوخوا ۳۰ زرو کسانو ته ونډه ورکړل شوې ده.

دا خبره د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب د جنورۍ پر ۳۱مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې سږ کال به هر افغان زیارت کوونکی به ۲۶۶۴۰۰ افغانۍ فیس ورکوي چې دا اندازه پیسې د تېرې دورې په مقابله کې څه باندې ۱۵ نیم زره افغانۍ کمې دي.

نور محمد ثاقب دا هم ویلي چې سعودي عرب ته د افغان حاجیانو د انتقال لپاره وار له مخه له آریانا او کام ایر هوایي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي دي.

XS
SM
MD
LG