د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ایران ته ویلي چې په هرمز تنګي کې له خطر رامنځته کولو ډډه وکړي

د هرمز پر تنګي د تېلو ټانکرونو ټرېفیک. (انځور: ارشیف)
د هرمز پر تنګي د تېلو ټانکرونو ټرېفیک. (انځور: ارشیف)

د امریکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ يا سېنټکام د ايران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک ته ویلي دي چې په هرمز تنګي کې د "غیر ضروري خطرونو" له رامنځته کولو ډډه وکړي.

په هرمز تنګي کې د پوځي مشقونو د ترسره کیدو خبرونو په ځواب کې سېنټکام، د ایران له اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک څخه وغوښتل چې "دغه تمرین په خوندي او مسلکي ډول ترسره کړي او د تګ راتګ ازادۍ او نړیوال سمندري ټرېفیک ته د غیر ضروري خطرونو له رامینځته کولو ډډه وکړي.

سېنټکام پر اېکس پاڼه په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې ، ایران د جنورۍ پر ۳۰مه اعلان وکړ چې "د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک په هرمز تنګي کې د دوه ورځني پوځي مشقونو د ترسره کولو اراده لري.

بلخوا د ایران ټولو دولتي رسنیو د دې خبر له تاییدولو ډډه کړې او دا یې د بهرنیو رسنیو د ادعا په توګه بیان کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړی دی چې که هغوی "معامله ونکړي نو دا ځل به عمليات تر پخوا سخت وي."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت د جنورۍ پر ۲۱مه پخلی وکړ چې په وروستیو کې د حکومت ضد مظاهرو کې ۳،۱۱۷ کسان وژل شوي دي.

البته د بشري حقونو د امریکا مېشتي سازمان خبري اژانس هرانا د احتجاجونو پر مهال له ۶،۰۰۰ د زياتو کسانو وژل کېدل تاييد کړي او وايي، څه باندې ۹،۰۰۰ قضیې ارزوي.

XS
SM
MD
LG