د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي پوتین منلې چې تر یوې اونۍ به پر اوکراین بریدونه نه کوي

د کییف ښار په یوه څنډه کې يو اوکراینی وګړی له ملي سرتېري سره روان دي ـ انځور له ارشيفه
د کییف ښار په یوه څنډه کې يو اوکراینی وګړی له ملي سرتېري سره روان دي ـ انځور له ارشيفه

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ورسره منلې ده چې په کنګل ژمي کې به تر یوې اونۍ پورې پر اوکراین بریدونه نه کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې د کابینې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پوتین ته یې ویلي دي چې روسي ځواکونه په سخته یخنۍ کې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو بمباري کوي چې له وجې یې خلک وژل کېږي.

هغه وړاندې وویل، "ډېرو خلکو راته وویل چې پوتین ته په زنګ وهلو خپل وخت مه ضایع کوه ځکه هغه به دې خبره ونه مني، خو هغه ومنله."

په داسې حال کې چې په سملاسي توګه کرېملېن دا خبره نه ده تاییده کړې چې ګواکې روسي ځواکونه به تر یوې اونۍ پورې پر اوکراین بریدونه نه کوي، د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي د ټرمپ د بیان هرکلی کړی دی.

زېلېنکسي ویلي، هېواد یې د هغو ټولو هڅو ستاینه کوي چې د ژوند ژغورلو لپاره اخیستل کېږي.

زېلېنسکي دا هم وویل چې پر همدې موضوع د تېرې اونۍ په پای کې په متحده عربي اماراتو کې د اوکراین د څلور کلنې جګړې د ختمولو لپاره د یوې حل لارې د موندلو لپاره د امریکا په مينځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمینځ په خبرو کې هم بحث شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې د تودوخې درجه په جنورۍ میاشت کې منفي ۲۰ ته ښکته شوې ده او د روسیې لخوا د هوايي بریدونو له امله د انرژۍ د وسایلو پرې کېدو له وجې د اوکراین خلک د کورونو ګرمولو لپاره څه په لاس کې نه لري.

XS
SM
MD
LG