د روسیې پوځ د اوکراین پر غرب د "اورېشنېک" په نوم د یو هایپرسونېک توغندي په ګډون د یوشمېر توغندیو او ډرون الوتکو لوی برید کړی دی.
هایپرسونېک یا مافوق صوت توغندي داسې وسلې وي چې په فضا کې د اواز له رفتاره تېز یا چټک حرکت کوي. په هوا کې د اواز رفتار ۳۴۳ میټر في ثانیه یا سېکنډه دی.
د روسیې اورېشنېک توغندی نه یوازې د اواز له رفتاره تېز حرکت کوي بلکې د اټومي وسلو د لېږد توان هم لري.
اوکرایني چارواکي وايي، د کییف په ګډون پر یوشمېر ښارونو د مسکو په حمله کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او لسګونه ژوبل دي.
د روسیې دفاع وزارت د جنورۍ پر نهمه په بیان کې وویل، د توغندي برید د انرژۍ پر تاسیساتو او د ډرونونو جوړولو پر مرکزونو د پراخو حملو برخه وو.
وزارت د جنورۍ پر نهمه په بیان کې زیاتوي چې دا حمله یې د ډېسېمبر په پای کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر استوګنځي د اوکراینیو ځواکونو د ډرون برید د هڅې په غبرګون کې کړې ده. کيیف د پوتین پر استوګنځي د برید ادعا رد کړې وه او هغه یې "درواغ" بللې ده.
د اوکراین هوايي ځواک د جنورۍ پر اتمه تر نیمې شپې لږ مخکې خبرداری ورکړی وو چې روسیه ښايي د توغندي برید وکړي. هوايي ځواک وروسته په بیان کې وویل چې روسیې خورا چټک حرکت کوونکی بیلېسټېک توغندی ویشتلی دی.
د اوکراین د لویدیز ښار لفیف والي اندرې سدوفيي ویلي چې د روسيې په برید کې "مهمه بېخبنا (انفراسټرکچر) په نخښه" شوې ده.
رویټرز اژانس وايي، پر ټولنیزو شبکو ځینې ناتایید شوي راپورونه ادعا کوي چې ښايي دا د ګازو یو لوی ځمکنی زېرمتون وو.
مشال راډيو په خپلواکه توګه د هغو ویډيوګانو کره والی نه شي تاییدولای.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ځواکونو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي. روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي.
په همدې حال کې د جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرې هم روانې دي چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.