د سیند پولیسو د بلوڅو د یووالي کمېټۍ او د پاکستان هیومن رایټس کونسل مشران په کراچۍ پریس کلب کې له خبري غونډې ګرځولي دي.
ټاکل شوې وه چې د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ او پاکستان هیومن رایټس کونسل مشران د جنورۍ پر ۲۵مه د کراچۍ په مطبوعاتي مرکز کې په بلوچستان کې د بشري حقونو په اړه کلنی رپورټ له رسنیو سره شریک کړي.
خو د کراچۍ پولیسو پریس کلب ته غځېدلې ټولې لارې په ډېره سختۍ تړلې وې او هغوی یې خبري غونډې ته پرېنښودل.
تابیا شوې وه چې یاده خبري غونډه د ماسپښین پر درې بجې پیل شي خو پولیسو د امنیتي انتظاماتو په نوم هلته تلونکې ټولې لارې تړلې وې.
عيني شاهدان وايي، د کراچي پرېس کلب پر ټولو مرکزي لارو د پوليسو نفري ځای پر ځای شوې وه او په بېلا بېلو ځايونو کې ناکې او خنډونه لګول شوي وو.
د بلوچ یکجہتي کمېټۍ له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې په دې خبري کانفرنس کې به د بلوچستان په اړه يو تفصيلي کلنی رپورټ وړاندې کېدی.
د دوی په وینا، په دې رپورټ کې به د جبري لا درکۍ، ماورای عدالت وژنې، اجتماعي سزاګانې، د ښځو او ماشومانو ځورونه او له بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو په اړه معلومات شامل وو.
دوی ویلي چې په رپورټ کې د تېر يو کال مستندې شمېرې، مهمې پېښې او د متاثره کورنيو عيني شهادتونه هم شامل وو.
د سیند حکومت او یا هم د کراچۍ پولیسو د دې خبر تر خپرېدو په دې اړه خپل دریځ نه دی وړاندې کړی.