چارواکي وايي د پاکستان په ګلګت بلتستان کې زلزلې لږترلږه یو کس وژلی او څلور نور یې ژوبل کړي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې د جنورۍ پر ۱۹مه د شوې زلزلې مرکز په شمال لویدیځ کشمیر کې وو.
د اروپا میدیتراني زلزله پوهنې مرکز په وینا پر رېښتر پيمانې د زلزلې زور ۵.۷ وو.
د ګلګت بلتستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر غلام عباس رسنیو ته وویل چې د زلزلې له وجې په اشکومان دره کې یو تن وژل شوی او بل ژوبل دی.
د ده په وینا، د دې تر څنګ په چپرسون کلي کې بیا درې نور کسان ژوبل دي چې یوه یې مېرمن او دوه ماشومان دي.
د ګلګت بلتستان چارواکي دا هم وايي چې د زلزلې له وجې د قراقرم لویې لارې په ګډون یو شمېر لارې هم بندې شوې دي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.