د افغانستان شاوخوا ۵۰ سوداګر د جنورۍ پر ۱۸مه بنګله دېش ته تللي چې له هغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو او د سوداګرۍ کچې لوړولو په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د پلاوي مشري د وزارت مرستیال احمدالله زاهد کوي.
بیان زیاتوي چې د دې سفر هدف د سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د کورنیو محصولاتو لپاره د صادراتي فرصتونو زیاتول او د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ پياوړتیا ده.
دا پلاوی همداراز هڅه کوي چې د سوداګرۍ لپاره نوې لارې ولټوي ځکه د افغانستان او پاکستان ترمينځ د لارو د تړل کېدو له کبله د دواړو غاړو سوداګرو ته په سلګونو میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.