خوست کې د مطیع الله تراب په یاد کې فوټبال اتلولي پای ته رسېدلې
د جنورۍ پر ۱۶مه په خوست کې د فوټبال هغه سیالۍ چې د ولسي او حماسي شاعر مطیع الله تراب په یاد کې جوړې شوې وې، د متون چیغۍ کلي غورځنګ کلب په بریا پای ته ورسېدې. د فوټبال دې سیالیو، چې درې میاشتې يې دوام وکړ، د خوست د مرکز او ولسوالیو ۵۵ لوبډلو په کې برخه اخيستې وه. په ننګرهار کې د مطیع الله تراب مقبره هم، د خوست د بهر میشتو مساپرو، پانګوالو او ځايي اوسېدونکو په مرسته په اساسي او ښکلې بڼه رغول شوې ده. ويډيويي راپور.