خوست کې پر ۱۷ پرمختیايي پروژو کارونه پیل شوي دي
د افغانستان په خوست ولايت کې د جنورۍ پر اتمه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) په مالي ملاتړ د ۴۳ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۱۷ پرمختیايي پروژو کارونه پیل شول. په ګوربزو، باک او ځاځي میدان ولسوالیو کې پلې کېدونکو دغو پروژو کې دوې د لارو او ۱۵ نورې د اوبو لګولو او استنادي دېوالونو د جوړولو په برخو کې دي. ځايي اوسېدونکي د دې پروژو پر پیلیدو خوښي څرګندوي، خو وايي په یادو ولسوالیو کې خلک د ژوند په نورو برخو کې هم ستونزې او اړتیاوې لري. ويډيويي راپور.