د خیبر ضلعې په لواړګي (لنډيکوتل) بازار کې سوداګرو او ځايي خلکو د احتجاج په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کړې چې د تورخم دروازه دې خلاصه کړي.
د جنورۍ پر څلورمه، هغه احتجاج ته، په تورخم کې د کسټم کلېرینګ ایجنټانو د اتحادیې مشر مجیب شينواري، د سوداګرو او سیاسي ګوندونو استازو او ځايي قبایلي مشرانو ویناوې وکړي او وي ويل چې د تورخم لارې بندیدل د ولس او تجارانو په تاوان دي.
د لواړګي بازار په باچا خان چوک کې راغونډو شویو احتجاجیانو غوښتنه کوله چې له افغانستان سره دې تړلې ټولې سرحدي لارې دې د تجارت او عامو خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.
دوي وویل چې د تورخم لارې تړل کېدو له کبله دوه اړخیز تجارت ځپل شوی او په زرګونه خلک ورسره بې روزګاره شوي دي. د غونډې ویناوالو د پاکستان پر تګلارو نیوکې وکړې او پر حکومت یې غږ وکړ چې تجارت له سیاسته بېل کړي.
پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې تر هغه وروسته وتړلې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۲ نیټه پاکستاني پوځيانو او د طالبانو د حکومت ځواکونو له يو بل سره نښتې وکړې. د پاکستان حکومت وايي، لارې ځکه نه خلاصوي چې د دوی په وینا، په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت دا ضمانت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه استعمالېږي.
خو د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان بايد لارې د سیاسي فشار لپاره ستعمال نه کړي. د طالبانو د حکومت دریځ دی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي او په پاکسنان کې ناامني د هغه هېواد کورنۍ مسله ده چې په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.
که څه هم د دواړو غاړو تجارانو او په خيبرپښتونخوا کې سیاسي ګوندونو له افغانستان سره د لارو خلاصېدو غوښتنې تکرار کړې دي خو پاکستان تر اوسه دا کار نه دی کړی. طالب او پاکستاني چارواکو د قطر او ترکیې په منځګړتوب په دوحه او استنبول کې څو ځله خبرې اترې وکړې خو څه نتیجه یې ورنکړه.