د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیاليوو لپاره ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د دیسمبر پر ۳۱مه، بورډ په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې د فررورۍ په اوومه نېټه پيليدونکي، هغه نړيوال جام کې د افغان لوبډلې مشري راشد خان کوي. دغه سیالۍ به په هند او سريلنکا کې کېږي.
د اعلان شوي لوبډلې ترتيب په دې ډول دی: راشد خان لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او محمد اسحاق ویکټ ساتونکي، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمن، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او عبدالله احمدزی.
د دوی ترڅنګ الله محمد غضنفر، اعجاز احمدزی او ضیاالرحمن شریفي د احتیاطي لوبغاړو په توګه په لوبډلې کې ټاکل شوي دي.
افغان لوبډله د نړیوال جام سیالیو په څلورم ګروپ کې له جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره ځای لري او د مهالوېش له مخې به په یادو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه به د فرورۍ په اتمه نېټه د نیوزیلینډ پر وړاندې ترسره کړي.
همدا افغان لوبډله به د وېسټ انډيز په وړاندې هم لوبېږي. هغه ۳ شل اووریزه سیالۍ د جنورۍ په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې کېږي.
پاکستان په نړيوال جام کې د هند سره په يو ګروپ کې شامل دی. که څه هم د پاکستان کرکټ بورډ د جنورۍ تر لومړۍ نېټې د هغه جام لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې خو له هغو سیاليوو لږ مخکې د سري لنکا په وړاندې کېدونکو لوبو لپاره یې لوبډله کې ځيني مشران لوبغاړي نه دي اخیستي. هغه لوبغاړي شاهین شاه افرېدي، بابر اعظم، محمد رضوان او حارث روووف دي راغلي.
د سري لنکا په وړاندې هغه شل اووره سیالۍ د جنورۍ له اوومې پيليږي. د پاکستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال د دیسمبر پر ۲۸مه پر ایکس پاڼه د ۱۵ کسیزې لوبډلې نومونه خپاره کړي او ويلي یې دي چې هغه سیالۍ به د راتلونکي ۲۰ اووریز نړیوال کپ لپاره د خپلې لوبډلې په ټاکلو کې مرسته وکړي.
د بورډ له خوا د سري لنکا په وړاندې اعلان شوې لوبډله کې د کپتان سلمان علي اغا تر څنګ عبدالصمد، ابرار احمد، فهیم اشرف، فخر زمان، خواجه نافع، محمد نواز، سلمان مرزا، محمد وسیم، نسیم شاه، صاحبزاده فرحان، صایم ایوب، شاداب خان، عثمان خان او عثمان طارق شامل دي.