د خوست ځوانان د لوبو ميدانونه غواړي
خوستي ځوانان غوښتنه کويچې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دې د لوبو لپاره اساسي میدانونه جوړ شي. دوی زیاتوي، په خوست کې د ورزش مینه وال په ډېریدو دي، خو په ښار کې د څو محدودو لوبغالو پرته، ورزشکاران د لوبو او سیالیو لپاره نور ځایونه نه لري. دوی دا څرګندونې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری په مالي ملاتړ د والیبال د یو نوی میدان د جوړولو په پرانیسته کې وکړې. نور حال د نجیب الله الوخېل په راپور کې