د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ پولیسو ته د پي ټي اېم د ۷ فعالانو بې درکۍ په اړه د ګډې پلټنیزې ډلې جوړولو امر کړی دی


د پي ټي اېم پلوي محمد نظیف لالا په پېښور های کورټ کې د فعالانو د ورکېدو مقدمه دایره کړې وه - انځور له ارشیفه.
د پي ټي اېم پلوي محمد نظیف لالا په پېښور های کورټ کې د فعالانو د ورکېدو مقدمه دایره کړې وه - انځور له ارشیفه.

پېښور های کورټ د خیبر پښتونخوا د پولیسو له مشره غوښتي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټی اېم) د مرکزي کمېټۍ د دوو غړو او دوو زده کوونکو په ګډون دې د اووه فعالانو د ورکېدو په اړه ګډه پلټنیزه ډله (جواینټ انوېسټيګېشن ټیم یا جې ای ټي) جوړه کړي.

د غورځنګ د بې درکه مخکښو فعالانو وکیل شاه محمد خان د ډېسېمبر پر اتمه وویل، په دې لړ کې د پېښور های کورټ مشر قاضي محمد ابراهیم خان د ډېسېمبر پر پینځمه د قضیې اورېدنه وکړه.

دی وايي، د غورځنګ اووه غړي حنیف الله، چې په حنیف پشتین پېژندل کېږي، نور الله ترین، محمد عدنان وزیر، ګوهر زمان، حبیب وزیر، سید عرفان الله او فرمان الله د نومبر پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې په حکومتي امن جرګه کې تر ګډون وروسته له ودانۍ بهر ووتل چې ځینې کسانو وتښتول او تر اوسه یې هېڅ درک نه دی لګېدلی.

شاه محمد خان وايي، عدالت له پولیسو وغوښتل چې د استخباراتي ادارو د غړو په ګډون دې یوه ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړي او د ورکو کسانو پته دې ولګوي.

پېښور های کورټ تر دې مخکې د نومبر پر ۲۱مه هم د صوبې د پولیسو له مشره د هغوی د بې درکۍ په اړه ځواب غوښتی وو.

د پي ټي اېم غړي او سیاستوال محمد نظیف، چې په نظیف لالا پېژندل کېږي، های کورټ ته د پېښې درخواست ورکړی وو.

د نومبر پر ۲۰مه د پېښور پوهنتون زدکوونکو د پي ټي اېم د فعالانو د بې درکۍ پر ضد مظاهره کړې وه. هغوی ویلي ول چې پولیسو پر هغه ورځ د پوهنتون دوه زدکوونکي عدنان وزیر او حبیب وزیر، چې د پي ټي اېم فعالان هم دي، نیولي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې تور پورې کړی وو چې پولیسو او د استخباراتي ادارو کارکوونکو یې د غورځنګ د هغه پلاوي غړي "تر تشدد وروسته تښتولي" چې د نومبر په ۱۲مه په پېښور کې د خيبر پښتونخوا حکومت په کوربه توب "امن جرګې" ته ورغلي ول.

د پي ټي اېم په پلاوي کې محمد نظیف لالا هم شامل وو چې وروسته په اشنغر کې خپل کور ته ستون شوی وو.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپرېدي د نومبر پر ۱۳مه ویلي ول د هغې صوبې د پوځ پر مشر (کور کمانډر) غږ کړی وو چې د پي ټي اېم د مخکښو فعالانو د بې درکۍ "معامله" دې وګوري، که نه په وينا یې، غبرګون به يې "ډېر سخت" وي.

پولیسو، استخباراتي او امنیتي ادارو لا د هغو اووه کسانو د نیولو یا نه نیولو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG