د روس وفاقي تحقیقاتي اداره وايي د مسکو په جنوبي برخه کې یو روسی جنرال د موټر بم په چاودنه کې ووژل شو.
دغه اداره زیاتوي چې دوی شک لري چې د دې برید تر شا د اوکراین لاس دی. د روسي چارواکو په خبره د دیسمبر پر ۲۲مه، سهار اووه بجې لیفټنټ فانل سروروف د موټرو له تمځای (پارکينګ) وتلو چې د هغه د موټر لاندې اېښودل شوی بم وچاود.
هغه د روسي پوځ د روزنې د ادارې مشر وو. تر اوسه اوکراين په دې اړه څه نه دي ويلي. پلټونکو یوه ویډیو خپره کړې چې ویجاړ شوی موټر ښیې او د موټر د چلوونکي په څوکۍ کې یو تن په زخمي حالت کې لیدل کیږي.
بلخوا د دیسمبر پر ۲۲مه د اوکراين د بې پیلوټه الوتکې برید په نتيجه کې د روسیې په کراسنودار سیمه کې دوه روسي کښتۍ زيانمنې شوې دي. سیمه ییزو چارواکو رايټرز خبري ايجنسی ته وويل دا حمله په تورسمندرګي کې شوې ده. د رايټرز د مالوماتو تر مخه د کښتیو ټوله عمله د پېښې له ځايه په خوندي ډول ایستل شوې ده.
د چارواکو په وینا د ډرون بريد له امله د حملې په ځای کې اور هم لګيدلی چې تر ۱۵۰۰ مربع متره پورې خپور شوی.