د عراق په نجف ډنډ کې اوبه ټیټې کچې ته رسېدلې دي
د زښتي وچکالۍ له وجې د عراق په جنوب کې په نجف ډنډ، چې د بحرالنجف په نوم هم یادېږي، کې د اوبو سطح خورا ټیټه شوې ده. دا ډنډ له لرغوني نجف ښار سره نېږدې دی چې د سیمه ییز اقتصاد، ورڅخه د مالګې ایستلو او سیلګرۍ لپاره ډېر ارزښت لري. د اب و هوا بدلون له وجې په نجف تالاب کې اوبه په کمېدو دي چې ورسره د هېواد د اوبو سرچینې او سیلګري اغېزمنه شوې. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.