د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د يو موټر د چپه کېدو له وجې ۴ کسان وژل شوي دي.
په وژل شويو کې ۲ ښځې هم دي او ۵ نور کسان ژوبل شوي دي. د خيبر پښتونخوا د ژغورنې اداري (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فيضي د نومبر په ۲۳مه، مشال راډيو ته وويل چې پېښه مازيګر مهال په هنډ سيمه کې پر موټروی مخې ته راغلې ده. د نوموړي په خبره هغه موټر له پېښوره، اسلام اباد ته روان وو چې په تېز رفتارۍ کې له سړکه واوښت او چپه شو.
ژوبل کسان باچا خان هسپتال ته لېږدول شوي دي. ټول وژل شوي د يوې کورنۍ غړي ښوول شوي دي.