د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ يو وخت "د رڼاګانو ښار" په نوم پېژندل کېده. شنه پارکونه، پراخ او پاک سړکونه، تفريحي ماښامونه او د شپې تر ناوخته له څراغونو او ځايي خلکو او سيلانيانو ډک ښار اوس يو بدل تصوير وړاندې کوي.
د هغه هېواد تر ټولو لوی تجارتي او ساحلي ښار اوس د بل هر ښار پرتله تر ټولو زيات کثافات توليدوي. په کراچۍ کې له لارو او کوڅو نيولې د عرب سمندرګي تر غاړو او خالي ميدانونو د پلاسټيکو او نورو کثافاتو او خځلو ډېرانونه تر سترګو کېږي. بلخوا د اقليمي بدلون له امله اوس زياتره شنه پارکونه او د سړکونو پر غاړو ونې او واښه د تندې يا نه پاملرنې له امله زيړبخون ښکاري.
په کراچۍ پوهنتون کې د چاپيريال ساتنې د مطالعاتو ادارې ښوونکی او د هوا او ساحلونو د ککړتيا څېړونکی ډاکټر وقار احمد مشال راډيو ته وايي چې د دوی له څېړنو سره سم په کراچۍ کې هره ورځ څه باندې ۲۰،۰۰۰ ټنه کثافات توليدېږي چې د کورونو، دوکانونو، فابريکو او تعميراتي شرکتونو هغه پکې شامل دي.
نوموړی وايي چې په دې کې څه باندې ۲۰ سلنه يې يوازې پلاسټيکي کثافات دي. هغه زياتوي چې حکومت د کراچۍ نفوس يوازې ۲۰ مېليونه يادوي، خو دی او همکاران يې د د خپلو څېړنو پر اساس ادعا کوي چې په هغه ښار کې تر ۳۰ مېليونه زيات کسان ژوند کوي او دوی د سړي سر پيمانې په نتيجه کې د کثافاتو اندازه معلومه کړې ده. ځينې نور څېړونکي بيا دا شمېره د ورځې پر سر شاوخوا ۱۵،۰۰۰ ټنه يادوي.
بلخوا د سيند د جامدو کثافاتو د مديريت اداره وايي چې په کراچۍ کې هره ورځ شاوخوا ۱۲،۰۰۰ ټنه کثافات توليدېږي، چې تر ۱۰،۰۰۰ ټنه پورې يې دوی ټولوي او پاتې کثافات د ښار په نورو ساحو کې توليدېږي چې د هغوی اړونده ادارې يې خپله راغونډوي او بيا يې د کثافاتو د ذخيره کولو ساحو ته لېږدوي.
د دغې ادارې وياندې الماس اياز مشال راډیو ته وويل چې هغوی په ورځ کې دوه ځله له ښاره کثافات راغونډوي. "دا يوه روانه پروسه ده. زموږ عمله پر دوو ډلو وېشلې ده. يوه ډله سهار له ښاره کثافات راغونډوي او بله بيا مازيګر خپل کار کوي. که چيرې دا کثافات پاک نه شي نو تاسو يې ليدلای شئ. خو زياتره وخت چې کوم کثافات موجود وي، نو هغه د سهارنۍ ډلې تر صفايي وروسته خلکو تازه غورځولي وي. دا ټول کثافات موږ دوو ځانګړو ساحو ته وړو او هلته يې ذخيره کوو."
نوموړې زياته کړه چې په هره سيمه کې د کثافاتو د انتقالولو ځايونه جوړ شوي، او کثافات لومړی هلته وړل کېږي او بيا له هغو ځايونو دوو ځانګړو مرکزي ساحو ته وړل کېږي او هلته ځای پر ځای کېږي.
خو د کراچۍ يو اوسېدونکی شباب وزير مشال راډيو ته وايي چې د کثافاتو ټولولو لپاره ټرکونه څو ورځې وروسته ورځي، چې له امله يې د هغوی په سيمه کې ډېره زياته کچره جمع کېږي. نوموړي زياته کړه چې په لياري اېکسپرېس کې د ويالې پر غاړه د کثافاتو يو لوی ډېران جوړ دی چې کله نا کله اور پکې بل شي او لوګی يې تر ليرې ځي.
کراچۍ کې د کثافاتو غورځولو مرکزي ډېرانونه
په کراچۍ کې د جام چاکرو او ګوند پاس په نومونو د کثافاتو غورځولو مرکزي ډېرانونه شته چې د سيند د صوبايي حکومت په وينا هر يو يې شاوخوا ۵۰۰ ايکړه رقبه لري. دا کثافات هلته پر هواره ځمکه غورځول کېږي چې اوس د کثافاتو غرونه ورڅخه جوړ شوي دي.
که څه هم د سيند صوبې د جامدو کثافاتو د مدیریت ادارې ويانده الماس اياز وايي چې دا مرکزونه يې د کراچۍ ښار له مرکزي ساحې څخه شاوخوا ۳۰ کلوميټره ليرې جوړ کړي دي خو د روغتيا پوهانو په وينا دا د شاوخوا سيمو د اوسېدونکو روغتیا او همدارنګه د چاپیریال لپاره د پام وړ خطرونه رامینځته کوي.
د کراچۍ په ډاو دولتي روغتون کې د ساري يا عفوني ناروغيو د څانګې مشر ډاکټر سعيد احمد خان مشال راډيو ته وويل چې کثافات بېلا بېل ډولونه لري چې له امله يې د پوست يا څرمنې، سالنډۍ، ژړي، خېټې، سترګو او ان د سرطان ناروغۍ پيدا کېږي.
د پلاسټيک کثافات
د پلاسټیک تولید په تېرو ۷۰ کلونو کې په چټکۍ سره زیات شوی دی. د "ورلډ اين ډېټا" ووبپاڼې له راپور سره سم، په ۱۹۵۰ز کال کې نړۍ یوازې دوه مېلیونه ټنه پلاسټیک تولیداوه، خو اوس یې د کال پر سر تولید له ۴۵۰ مېلیونه ټنو څخه زیات شوی دی.
د اسيايي پرمختيايي بانک د ۲۰۲۲ز کال يو راپور کې راغلي دي چې پاکستان هر کال شاوخوا ۴۹.۶ مېلیونه ټنه جامد کثافات تولیدوي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۸۷,۰۰۰ ټنه کېږي. راپور زياتوي چې د لویو ښارونو پرته، چیرې چې د کثافاتو ټولولو کچه شاوخوا ۸۰ سلنه ده، د هغه هېواد پاتې برخه کې د کثافاتو ټولولو اوسط کچه شاوخوا ۵۰ سلنه ده.
يو شمېر نورې څېړنې ښيي چې په پاکستان کې هر کال شاوخوا څلور مېليونه ټنه پلاسټيکي کثافات توليدېږي، چې زياتره یې په ځمکه او اوبو کې خپرېږي يا په بې مديريته مرکزي ډېرانونو کې غورځول کېږي.
پلاسټيکي کثافات ډېری وخت له ځمکې سمندر ته داخلېږي، چې په دې کې مستقیمې اچونې، د سمندر پر غاړه پرېښوول شوي پلاسټيکي مواد، یا له سیندونو، د ناولو اوبو له چريو يا ويالو، باد یا څپو لخوا انتقالېدل پکې شامل دي.
په پاکستان کې د چاپيريال ساتنې په غير دولتي ادارې، "ورلډ وايډ فنډ" کې د هغه هېواد د جنوبي سيمو مشر او د سمندري چارو منتظم غازي صلاح الدين مشال راډيو ته وويل چې د کراچۍ په عرب سمندرګي کې زياتره وخت له پلاسټيکه جوړ مواد لکه پلاسټيکي کڅوړې، ډبې، ګلاسونه، غابونه او کاچوغې پر ساحلونو له خلکو پاتېږي او په اوبو ګډېږي چې ابي حياتو يا سمندري ژويو ته زيان رسوي.
نوموړی زياتوي چې پلاسټيک سلګونه کلونه عمر لري او په سمندر کې د وخت په تېرېدو سره په وړو ذراتو کې تقسيم شي، چې ځينې کبان د خوړو يا وړو کبانو فکر ورباندې وکړي او هغه وخوري.
بلخوا د کراچۍ په ډاو دولتي روغتون کې د عفوني ناروغيو د څانګې مشر ډاکټر سعيد احمد خان مشال راډيو ته وويل چې کله پلاسټيکونه د ناولو اوبو په ويالو کې بند شي او د اوبو بهېدل ودروي، نو هغه ناولې اوبه له پاکو اوبو سره ګډې شي چې د بېلا بېلو ناروغيو لامل کېږي. روغتيا پالان د پوليو يا ګوزڼ وايرس د خپرېدو يو لامل همدا ناولې اوبه ګڼي.
د پاکستان د سيند صوبې د چاپيريال، اقليمي بدلون او ساحلي پرمختګ وزير دوست محمد راهيمون مشال راډيو ته وويل چې د دوی حکومت په ۲۰۱۳ز کال د چاپيريال تر قانون جوړولو وروسته د پلاسټيکي کڅوړو پر کارولو بنديز ولګاوه او د هغه په وينا، صوبايي حکومت يې د مخنيوي لپاره اقدامات کوي، خو نوموړي ادعا وکړه چې له ايران او دا ډول د پاکستان له پنجاب صوبې څخه هم په زيات مقدار کې پلاسټيکي کڅوړې واردېږي.
بلخوا په کراچۍ پوهنتون کې د چاپيريال ساتنې د مطالعاتو ادارې ښوونکی او د هوا او ساحلونو د ککړتيا څېړونکی ډاکټر وقار احمد مشال راډيو ته وايي چې په کراچۍ او د سيند په نورو ښارونو کې د پلاسټيک جوړولو سلګونه کارخونې شته چې پلاسټيکي کڅوړې توليدوي.
د کثافاتو د تصفیې د اغېزمن او عصري نظام نشتوالی
که څه هم په کراچۍ کې هره ورځ زرګونه ټنه کثافات توليدېږي، خو په هغه ښار کې د کثافاتو د تصفیې اغېزمن او عصري نظام نه شته.
په کراچي پوهنتون کې د چاپيريال ساتنې د مطالعاتو ادارې ښوونکی او د هوا او ساحلونو د ککړتيا څېړونکی ډاکټر وقار احمد مشال راډيو ته وايي چې په کراچۍ کې په رسمي ډول نه پر دولتي او نه هم پر غير دولتي کچ د کثافاتو د تصفيې او له هغې د نويو موادو د جوړولو لپاره کارخونې شته، خو نوموړی زياتوي، "په کراچۍ ښار کې زرګونه بلکې لکونه داسې ريسايکلرز، يعني داسې کسان چې هغوی کثافات په کار راولي او نوي شيان ورڅخه جوړوي، شته، چې هغوی له کوڅو او سړکونو او ورسره له کورونو په مستقيم ډول کثافات راغونډوي او له هغو ځايونو ګټور يا په کار راتلونکي شيان وړي، لکه کاغذونه، د کاغذ کارتنونه، پلاسټيک، ښيښې او اوسپنه غوندې شيان له ځان سره وړي."
دغه کسان دغه راغونډ کړي شيان د ګوتو په شمېر ځينو مرکزونو يا شرکتونو ته وړي چې هغوی يې بيا پرمخ په کارخونو کې په کار راولي او نوي شيان ورڅخه جوړوي.
د "ګرين ارت پاکستان" يا د پاکستان د شنې ځمکې په نوم د کثافاتو د تصفيه کولو او له هغوی د نويو شيانو جوړولو غير دولتي شرکت له ۱۹۹۶ز کال راهيسې په لاهور کې فعاليت کوي. د دې شرکت د تجارتي پرمختګ د څانګې مشر سيد بلال ترمذي مشال راډيو ته وايي چې هغوی د کراچۍ په شمول له ټول پاکستان څخه د کار وړ کثافات راغونډوي.
نوموړي زياته کړه چې هغوی هره ورځ له ۱۰۰ ټنه څخه تر ۴۰۰ ټنه پورې کثافات په کار راولي او له هغوی نوي شيان جوړوي.
د ترمذي په وينا، په پاکستان کې د بېلا بېلو ډولونو د کثافاتو د بېلوالي نظام نه شته چې له امله يې زياتره کچره ضايع کېږي او يوازې له ۱۰ فيصده څخه تر ۲۰ فيصده پورې داسې کثافات شته چې د هغوی په کارولو سره نوي شيان جوړېدای شي.
د پاکستان د سيند صوبې د چاپيريال، اقليمي بدلون او ساحلي پرمختګ وزير دوست محمد راهيمون وايي چې صوبايي حکومت د کثافاتو د کارولو او له هغوی د نويو شيانو د جوړولو لپاره د کارخونې د جوړېدو لپاره هڅې کوي او په دې لړ کې يې کار ته دوام ورکړی دی.