د خيبر پښتونخوا د حکومتي پلاوي لخوا په کورمه کې د ډزبندۍ د اعلان سربیره هم د نومبر پر ۲۴مه، له ماښام وروسته شيعه او سني وګړيو جګړه کړې ده.
د صحت محکمې چارواکو مشال راډيو ته ويليچې په بیګانيوو نښتو کې لږ تر لږه شپږ کسان ژوبل شوي دي. په همدې حال کې د نومبر پر ۲۵مه، د عوامينېشنل ګوند غړيو د پېښور په شمول د خیبر پښتونخوا په يو شمیر سیمو کې مظاهرې وکړي او پر حکومت یې د امن راوستلو غږ وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۴مه، د خیبر پښتونخوا حکومت کورمې ته د صوبايي وزیر افتاب عالم په مشرۍ يوه جرګه لېږلې وه. حکومتي پلاوي له سني او شيعه مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته اعلان وکړ چې دواړه غاړې په اوربند سلا شوي دي. د صوبايي حکومت وياند، محمد علي سيف د نومبر پر ۲۴مه پر اېکس ليکلي وو چې اوربند سمدستي د ۷ ورځو لپاره دی. د هغه په وينا په دې ورځو کې به د دایمي جنګبندۍ هڅې کېږي.
خو له حکومت سره په مذاکراتو کې شامل د سنیانو یو مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزي د نومبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وويل چې د سیمې د امن په خاطر جنګ بندۍ ته تیار شول خو د هغه په وينا بیا هم پرې ډزې وشوې. "چې پر موږ ګولۍ ورول کېدلې نو څنګه به مو خپله [د اوربند] خبره عملي کوله؟ موږ امت ته ترجیح ورکړې او بیا به هم پر دغه قایم يو خو دا هر ځه یوازې يو طرفه نه شي کېدلی."
خو په شاخ دولت خیلو کې د شیعه ګانو یو مشر لایق حسین مشال راډیو ته وويل چې دوی د اوربند په وعده ولاړ دي. هغه زیاتوي چې دوی نيولي ځيني کسان د نومبر پر ۲۴مه جرګې ته حواله کړل. "خو زموږ دوه نيول شوي کسان موږ ته نه دي سپارل شوي. ځينيمړي هم نه دي راکړل شوي. موږ د جګړې ودرولو او د مړيو د حواله کولو په لوظ ولاړ یو."
په کورمه کې د نومبر له ۲۱مې راهيسې په جګړه کې تراوسه پورې ۸۲ کسان وژل شوي او ۱۵۰ ژوبل شوي دي. په هغه ورځ د کورمې په دوو ځایونو کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې خونړی برید شوی وو چې پکې ۴۶ کسان وژل شوي وو. په هغوی کې اکثره شيعه ګان وو.
د نومبر پر ۲۳مه، په بګن کې وسله لرونکو کسانو يو بازار وسوځاوه او د چارواکو په وينا ۳۶ هغه کسان ووژل چې د ځاييخلکو په خبره، سنیان وو. د کورمې انتظامیې مشال راډيو ته ويلي چې د بګن او ټالو کونج په سیمو کې تر ۷۰۰ زیات دوکانونه، مارکېټونه او کورونه لوټ شوي او اور اچول شوی دی.
په همدې حال کې د سولې نړيوالې جایزې ګټونکې، ملالې يوسفزۍ د کورمې پر جګړو خفګان ښوولی دی. هغې د نومبر پر ۲۴مه، پر اېکس ليکنه کې پر حکومت او امنیتي ادارو غږ کړی چې په ګډه دې د هغه ځای اوسېدونکي خوندي کړي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.