د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي عرب کې ۱۳۰۰ حاجيان مړه شوي


د ګرمۍ له وجې ګڼ حاجيان بې هوشه شوي دي
د ګرمۍ له وجې ګڼ حاجيان بې هوشه شوي دي

د سعودي عرب د روغتیا وزارت وايي سږکال په حج کې تر ۱۳۰۰ زیات کسان د سختې ګرمۍ له وجې مړه شوي دي.

د صحت وزیر فهد بن عبدالرحمان الجلاجل د جون پر ۲۳مه، د سعودي عرب دولتي ټېلېویژن ته وویل چې په مړو شوو کې ۸۳ فیصده حج ته په غیرقانوني توګه تللي کسان ول چې په سختې ګرمۍ کې یې پیاده لوی سفر کړی وو.

بلخوا په مصر کې دوو چارواکو ویلي چې په مړو شوو کې له نیمايي زیات د مصر دي. د مصر چارواکو دا هم ویلي چې دوی د هغو ۱۶ سفري ایجنسیانو لایسنسونه لغوه کړي چې سعودي عرب ته یې د حج لپاره د خلکو په غیر قانوني توګه تللو کې مرسته کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال په لسګونه زره کسان د مالي توان نه لرلو له وجې له غیر منظمو او نارسمي لارو د حج کولو هڅه کوي. سعودي چارواکو په روانه میاشت کې له مکې مکرمې څخه د لکونو نا ثبت شویو حاجیانو د ایستلو خبر ورکړی وو خو داسې ښکاري چې ډېری یې بیا هم د جون له ۱۴مې څخه د حج په پیلېدونکو مناسکو کې شریک شوي ول.

سږ کال د حج په سخته ګرمۍ کې وشو او د سعودي عرب د هوا پېژندنې ملي مرکز ویلي دي چې تېره اوونۍ په مکه مکرمه کې د تودوخې درجه ۵۱.۸ ډېګري سینټي ګرېډ ته ورسېده. ریاض ویلي دي چې سږ کال سعودي عرب ته تر ۱۵ لکه زیات بهرنیان او په هغه هېواد کې مېشتو په لکونو نورو کسانو حج وکړ.

XS
SM
MD
LG