د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن د افغانستان او هند ترمینځ سیالي کېږي


د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمينځ شويو ۲۰ اووره نړيوالو سياليو کې تر اوسه ټولې سيالۍ هند ګټلې دي ـ پخوانی انځور.
د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمينځ شويو ۲۰ اووره نړيوالو سياليو کې تر اوسه ټولې سيالۍ هند ګټلې دي ـ پخوانی انځور.

افغانستان او هند د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام د دویم پړاو په سياليو کې یو بل ته مخامخېږي.

د وېسټ انډیز د برېجټاون په لوبغالي کې د جون ۲۰مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې، د دويم پړاو په شويو دوو سياليو کې انګلينډ (انګلستان) کوربه وېسټ انډيز ته په اتو وېکټو او جنوبي افريقا امريکا ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.

د جون پر ۲۰مه د وېسټ انډيز د ګراس ايلېټ په لوبغالي کې د وېسټ انډيز لوبډلې د انګلينډ خلاف لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورو کې يې د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۸۰ منډې وکړې.

په ځواب کې انګلستانۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې د دوو لوبغاړو په زيان پوره کړ.

د انګلينډ فېل سالټ د لوبې غوره لوبغاړی شو. هغه په ۴۷ توپونو ۸۷ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

تر دې یوه ورځ مخکې، د جون پر ۱۹مه د امريکا د نارت ساونډ په لوبغالي کې جنوبي افريقا د کوربه امریکا پر وړاندې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورو کې يې د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۹۴ منډې وکړې.

په ځواب کې د امريکا لوبډلې په ټاکليو ۲۰ اوورو کې د شپږو لوبغاړو په زيان ۱۷۶ منډې وکړای شوې او سیالي یې وبایلله.

د جنوبي افريقا کوينټېن ډي کاک د لوبې غوره لوبغاړی شو. هغه په ۴۰ توپونو ۷۴ منډې وکړې.

د جون پر ۲۱مه د اسټرالیا لوبډله له بنګلادېش او انګلستان له جنوبي افریقا سره سیالي لري.

کوربه امریکا، جنوبي افریقا، انګلستان (انګلینډ) او وېسټ انډیز د اتو غوره لوبډلو په دویم او د افغانستان، اسټرالیا، بنګلادېش او هند لوبډلې په لومړي ګروپ کې شاملې دي.

ټاکل شوې چې د اته غوره لوبډلو یا د نړیوال جام په دویم پړاو کې هره لوبډله درې سیالۍ وکړي او د سر څلور لوبډلې به د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره مومي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی دی چې ورڅخه یې ۱۲ په لومړي پړاو کې له سیالیو ووتې. ټاکل شوې چې د جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه په باربېډوس کې وشي.

XS
SM
MD
LG