په خیبر کې د نشه یي موادو مخنیوي ادارې او پولیسو په شریکه په نشو د اخته کسانو د درملنې لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د خیبر د پولیسو مشر سلیم کلاچي د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې دوی به په نشه د اخته کسانو علاج او بیا بحالي په مفت کوي. هغه وویل: "هغه کسان چې په نشو اخته دي او کورنۍ یې د غربت له کبله علاج نشي کولای، موږ به یې د خیریه ادارو په مرسته د علاج او بیا بحالۍ مرکزونو ته لېږو."
کولاچي زیاته کړه چې هر څوک په دې اړه د خیبر له پولیسو سره رابطه کولای شي.
د خیبر مدني فعالانو د دې ګام هرکلی کړی دی خو وايي، په کار ده چې د نشي موادو د کاروبار کوونکو پرضد ګامونه پورته کړل شي.
پولیس وایي، داسې بااختیاره ډلې یې جوړې کړي چې د پټو معلوماتو پر اساس د نشه یي توکو د کاروباریانو پر ضد مستقیمه کاروایي کوي.