د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني د افغان کډوالو د ورلېږلو په اړه له ازبکستان سره خبرې کوي


د جرمني پولیس له کډوالو پوښتنې کوي ـ پخوانی انځور.
د جرمني پولیس له کډوالو پوښتنې کوي ـ پخوانی انځور.

د جرمني شپیګل مجلې خبر ورکړی دی چې دا هېواد له ازبکستان سره پر داسې هوکړه کار کوي چې یو شمېر افغان کډوال هلته ورولېږي.

شپیګل مجلې د جون پر ۱۶مه لیکلي چې د جرمني حکومت په دې اړه یو پلاوی تېره میاشت ازبکستان ته لېږلی وو چې د یو شمېر افغان کډوالو پر ورلېږلو ورسره خبرې وکړي.

د جرمني حکومت که څه هم لا په رسمي توګه په دې اړه خپل پلان نه دی په ډاګه کړی خو د دې هېواد چارواکي په پام کې لري چې د دوی د قوانینو له مخې د اېستلو وړ افغان کډوال لومړی ازبکستان ته ولېږي چې وروسته له هغه ځایه په خصوصي پروازونو کې افغانستان ته ولېږدول شي.

ځینې افغانان د خوندیتوب لپاره جرمني او نورو هېوادونو ته کډوال کېږي او هلته د پناه غوښتنه کوي. هغه کسان چې د پناه غوښتنې یې ومنل شي په جرمني کې ورته د اوسېدو او کار اجازه ورکول کېږي خو د ځینو کسانو غوښتنې چې قبولې نه شي، نو هغوی بېرته خپل وطن ته استول کېږي. د جرمني او په افغانستان کې د طالبانو د اوسني حکومت ترمینځ رسمي اړیکې نشته، نو برلین هڅه کوي چې افغانان کوم دریم هېواد ته واستوي.

د شپيګل مجلې په خبره، جرمن چارواکو ځکه دا پلان غوره کړی چې نه غواړي له طالبانو سره په دې اړه مستقیم مذاکرات ولري.

که څه هم د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د جون پر اوومه یې په یوه اعلامیه کې د جرمني له حکومته غوښتي وو چې د دوی په وینا، افغان کډوال د نړیوالو قوانینو خلاف درېیم هېواد ته ونه لېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG