د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي نړۍ کې تر بل هر وخت زیات کسان په زور بې کوره شوي


۲۰۲۴ز کال کې په سوډان کې بريدونو زرګونه کسان د اېتوپيا په ځنګلونو کې پناه اخيستو ته مجبوره کړل.
۲۰۲۴ز کال کې په سوډان کې بريدونو زرګونه کسان د اېتوپيا په ځنګلونو کې پناه اخيستو ته مجبوره کړل.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (يو اېن اېچ سي ار) وايي چې په نړۍ کې تېره مياشت د جګړې، شخړې، تشدد او ځورونو له امله تر بل هر وخت زیات خلک په زور بې کوره ول.

يو اېن اېچ سي ار د جون پر ۱۳مه په خپل رپورټ کې ويلي چې تر مې مياشتې پورې په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ مېليونه کسان بې کوره ول چې دا د تېر کال (۲۰۲۳ز) پرتله ۱۰ فیصده زیات دي او د نړۍ د مجموعي ابادۍ شاوخوا ۱.۵ فیصده جوړېږي.

په رپورټ کې راغلي دي چې له هغو کډوالو څخه یې له درو څخه دوه برخې (یا ۶۶ سلنه) وګړي په خپلو هېوادونو کې دننه بېځایه شوي دي.

رپورټ زیاتوي، ګاونډیو هېوادونو ته د کډه شویو له جملې څخه یې شاوخوا ۶۶ فیصده په دې هیله هلته په سختو شرایطو کې ژوند کوي چې ژر به خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG