د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس د اداکارې خوشبو وژونکیو پسې ګرځي


۲۱ کلنه خوشبو د صوابۍ وه خو اوس یې په پېښور کط ژوند او فعالیت کولو: انځور له ټولنیزو رسنیو اخیستل شوی
۲۱ کلنه خوشبو د صوابۍ وه خو اوس یې په پېښور کط ژوند او فعالیت کولو: انځور له ټولنیزو رسنیو اخیستل شوی

د خیبر پښتونخوا د نوښار پولیس وايي، د پښتنې اداکارې خوشبو د وژنې پلټنې روانې دي او تر شا یې د لاس لرونکیو کسانو د نیولو لپاره یې هم اقدامات پیل کړي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، خوشبو چې عمر یې ۲۱ کاله ښودل شوی، اصلا د صوابۍ اوسېدونکې وه خو اوس د پېښور د پاوکۍ په خواجه ټاون کې یې ژوند کولو. خوشبو په ډرامو، فلمونو او سټیج اداکاري کوله او ترڅنګ یې یوه نڅاګره هم وه. د اکبر پورې نوښار تاڼې د پولیسو په وینا د خوشبو جسد یې د جون په ۱۰مه نېټه ترلاسه کړی دی. پولیس وايي، له ترلاسه کړي جسد نه یې معلومه کړېده چې پرې ډزې شوې دي.

د اکبر پورې تاڼې پولیسو د جون پر۱۰مه رسنيوو ته په لېږلي بیان کې زیاته کړې چې د دې وژنې راپور یې د وژل شوې نجلۍ د وروو شهريار لخوا درج کړی دی. د ثبت شوي راپور ترمخه، شهريار د خپلې خور د مرګ دعوه د نوښار د ټيټار سیمې په دوو وګړيو شوکت او فیاض کړې ده. د هغه په وينا دغو دوو کسانو خوشبو ته ګواښونه کول چې په ډرامو او فلمونو کې کار کول دې بس کړي.

د اداکارې خوشبو قتل د بشري حقونو د کارکونکیو تنظیمونواو هنرمندانو غبرګونونه راپارولې دي. د بشري حقونو فعاله نوشین اورکزۍ وايي، په خیبر پښتونخوا کې د هغو مېرمنو ژوند تل له ګواښ سره مخامخ وي چې خپل صلاحیتونه په کار راولي او یا هم د خپل حق د غوښتلو لپاره اواز پورته کوي. نوموړې د جون پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل: "ښځې ډېرې وژل کېږي، د هغوی صلاحیتونه وژل کېږي او د غیرت نوم ورته ورکول کېږي. داسې اکثرو کیسونو کې کورنۍ بیا وروسته قاتل ته بخښنه کوي نو ځکه د داسې جرمونو مخنیوی نه کېږي."

پېښور کې یوه هنرمنده برېښنا وژل شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړې وايي، که قانون قوي شو او په حرکت کې راغلو نو بیا حالات ښه کیدی او د داسې قتلونو مخنیوی کېدی شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په خیبر پښتونخوا کې یوه اداکاره وژل کېږي، تر دې وړاندې هم ډېرې اداکارانې، سندرغاړې او نڅاګرې په همداسې ډول وژل شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د هنرمندانو د یوې ټولنې «هنري ټولنې» مشر ډاکټر راشد احمد خان د جون پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې پښتانه هنرمندان د ډېرو ستونزو نه تیریږي. هغه وايي حکومت د هنرمندانو د خوندي ساتلو لپاره باید کار وکړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

نوموړی وايي، د خوشبو وژنه ښکاره کوي چې یو ظلم شوی دی، زیاتی شوی دی او ناجایزه قتل شوی دی نو حکومت له پکار دي چې وژونکي ونیسي او ذمه وارو کسانو ته سزا ورکړي. هغه وايي، د اداکارانو او سندرغاړو د وژنې ډېرې پېښې مخې ته راځي خو داسې کله هم نه دي شوی چې یو چاته دې سزا ورکړل شوې وي. نوموړی وايي، که کسان وهم نیول شي نو کورنۍ یې بیا د فشار لاندې وي او د پیسو په بدل کې روغه وکړي.

د نوښار ضلعې پولیسو مشر اظهر خان د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د هغوی پلټنې روانې دي او د خوشبو وژونکي به زر ونیول شي.

XS
SM
MD
LG