د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مردان کې د ډرامو یوه کارکوونکې وژل شوې ده


د مردان پولیس وایي د پښتو د سي ډي ډرامو یو هنرمنده سنبل د شنبې په ورځ په مردان کې په یو وسله وال برید کې وژل شوې ده.

د وژل شوې هنرمندې نیکه خبریالانو ته په وینا کې تور پورې کړی چې سنبل د غزاله جاوید پخواني خاوند جهانګیر او د هغه ملګرو وژلې ده.

د شیخ ملتون د پولیسو تاڼې یو چارواکي بختیار د پیښې په ویلي چې د شنبې په ورځ سهار لس بجې درې تنه نعیم خټک ، جهانګیر او نصیب شاه په اداکارې سنبل پسې د هغې کور ته ورغلي‌ وو اوغوښتل یې چې هغه له ځان سره په زوره پروګرام ته بوځي.

پولیس وایي د سنبل تر انکار وروسته دې کسانو پر هغې ډزې کړې دي او هغه یې وژلې ده.

پولیس وایي د سنبل د نیکه په وینا یې د ملک جهانګیر، نعیم خټک او نصیب شاه پرضد یې مقدمه درج کړې ده او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي. د دې کسانو له خوا تر اوسه څه دریځ مخې ته ندی راغلی.

سنبل چې د مردان دشیخ ملتون په ټي سیکټر کې میشته وه په سي ډي ډرامو کې د کار کولو ترڅنګ یې پر سټیج هم کار کاوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG