د لاسرسي ځای

تازه خبر

وېسټ د ازبکستان چارواکو سره د افغانستان په اړه غږېدلی دی


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامېس وېسټ پخوانی انځور.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامېس وېسټ پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ويلي، د ازبکستان له چارواکو سره يې د افغانستان په اړوند موضوعاتو خبرې کړې دي.

ویسټ د جون پر نهمه پر خپله اېکس پاڼه وليکل چې د ازبکستان د ملي امنیت شورا د مرستیال عبدالعزیز کامیلوف ترڅنګ يې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف سره د واشنګټن په ليدنه کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

وېسټ زياته کړې چې له ازبک چارواکو سره يې په افغانستان کې د امریکا او ازبکستان پر ګډو ګټو هم خبرې وکړې.

هغه دا بيان په داسې وخت کې ورکړی چې ټاکل شوې، ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د دوحې درېيمه غونډه د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د غونډې هدف له افغانستان سره په لا همغږۍ او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شته ننګونو د هواري او د یوې حل لارې د موندلو لپاره، چې پکې د یوه ځانګړي استازي ټاکل هم د بحثونو یوه برخه جوړوي، دوه ځله په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ترسره کړې دي. لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ کال په مې کې جوړه شوې وه او دویمه هغه يې د روان ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې جوړه شوه چې طالبانو ګډون نه وو پکې کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG