د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړیوال کپ: پاکستان د هند په وړاندې لوبه لري


د هند لوبډلمشر روهيټ شرما د خپل پاکستاني سيال بابر اعظم سره - انځور له ارشیفه
د هند لوبډلمشر روهيټ شرما د خپل پاکستاني سيال بابر اعظم سره - انځور له ارشیفه

د کرکټ په ۲۰ اووزیر نړیوال کپ کې نن (د جون پر نهمه) پاکستان له هند سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دا لوبه د پېښور له وخت سره سمه ماښام اوونیمې بجې د امریکا په نیویارک کې پیل شي. پاکستان خپله لومړۍ لوبه پر امریکا بایللې وه خو هند په خپله لومړۍ لوبه کې ایرلېنډ ته ماته ورکړې وه.

د کرکټ نړیوال جام د سیاليوو په لړ کې د جون پر اتمه، جنوبي افریقه نیدرلینډز ته په ۴ ویکټو، ویسټ انډیز یوګانډا ته په ۱۳۴ او اسټراليا لنګلينډ ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه.

ویسټ انډیز لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سر ۱۷۳ منډې وکړې او په ځواب کې یې د یوګانډا ټول لوبغاړي پر ۳۹ منډو اوټ کړل. بلخوا اسټراليا په بریج ټاون کې د انګلينډ په وړاندې په لومړي بيټينګ سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې وي. انګلینډ دا هدف پوره نه شو کړلی او په مقررو ۲۰ اوورنو کې یې د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۵ منډې وکړي.

په يوه بله سیالۍ کې نیدرلینډز په نيويارک کې د جنوبي افریقې په وړاندې په ۲۰ اوورونو کې ۱۰۳ منډې کړې وي. جنوبي افریقه دا هدف په ۱۹م اوور کې د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ.

د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال کپ د جون پر دویمه په ویسټ انډیز او امریکا کې پیل شوی وو او د پای لوبه یې د جون پر ۲۹مه تر سره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG