د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د نیوزي لېنډ لوبډلې ته په ۸۴ منډو ماته ورکړه


افغان لوبغاړي د نیوزي لېنډ بېټر تر اوټولو وروسته خوشي کوي.
افغان لوبغاړي د نیوزي لېنډ بېټر تر اوټولو وروسته خوشي کوي.

افغانستان د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال کپ کې په لومړي ځل نیوزي لېنډ ته په ۸۴ منډو ماته ورکړه.

د ګیانا هیواد په مرکز جارجټاون کې ترسره شوې دې لوبه کې افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سر ۱۵۹ منډې وکړې.

په دې کې رحمان الله ګربز ۸۰، ابراهیم ځدراڼ ۴۴ او عظمت الله عمرزي ۲۲ منډې وکړې. په ځواب کې د نیوزي لېنډ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۶م اوور کې د ۷۵ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.

د افغانستان له خوا فضل الحق فاروقي څلور، راشد خان څلور او محمد نبي دوه وکټونه واخیستل. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لوبډلې نیوزي لېنډ ته ماته ورکړې ده.

کپتان راشد خان د نیوزیلینډ پر وړاندې د ۸۴ منډو بریا د ۲۰ اورریز نړیوال جام په سیالیو کې لویه لاسته راوړنه وبلله.

نوموړي د سیالۍ تر ګټلو وروسته وویل، "ابراهیم او ګربز ښه پیل وکړ. میدان اسانه نه وه، خو دوی خپلې ویکټې وساتلې. دا د افغانستان لپاره لویه بریا وه."

د اتم جون په دویمه لوبه کې بنګله دېش تر دلچسپه لوبه وروسته سري لنکا ته په دوو وکټونو ماته ورکړه.

سریلنکا لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سر ۱۲۴ منډې وکړې.

د بنګله دېش لوبډلې دا هدف د اتو لوبغاړو په سر په داسې وخت کې پوره کړ چې یوازې یو اوور پاته شو.

د بنګله دېش لوبغاړي د منډې اخیستو پروخت
د بنګله دېش لوبغاړي د منډې اخیستو پروخت

د تر دې وړاندې کاناډا د ایرلېڼد لوبډلې ته په ۱۲منډو ماته ورکړه او په روان نړیوال کپ کې یې خپله لومړۍ لوبه وګټله

په هغه لوبه کې کاناډا لومړی بېڼګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سر ۱۳۷ منډ‌ې وکړې.

خو په ځواب کې یې د ایرلېڼد پر لوبډلې سخت بالنګ وکړ او هغوی په ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۲۵ منډې وکړای شوې.

دا کاناډا دا بریا هم په روان نړیوال کپ کې تر اوسه یو له ډېرو مهمو بریاوو ګڼل کېږي.

په سرو جامو کې د کاناډا لوبغاړي دي‌ چې د لوبې تر ګټلو وروسته خوښي کوي
په سرو جامو کې د کاناډا لوبغاړي دي‌ چې د لوبې تر ګټلو وروسته خوښي کوي

د جون پر اتمه به د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام په لړ کې دوې لوبې نورې لوبې ترسره کېږي.

په یوه کې به نېدرلېنډ له جنوبي افریقا سره بازۍ کوي او په بله کې به انګلستان له اسټرالیا سره لوبېږي.

په نړیوال جام کې ۲۰ لوبډلې برخه اخلي او ۵۵ لوبې به ترسره شي. دا لومړی ځل دی چې په ۲۰ اووريزه نړیوال جام کې دومره زیاتې لوبډلې برخه اخلي.

له هرې ډلې څخه به د سر دوې لوبډلې دویم پړاو یا "سپر اېټ" ته ځي او له هغه ځایه به بیا څلور غوره لوبډله نیمو پای لوبو ته وځي.

پایلوبه به د جون پر ۲۹مه د ویسټ انډیز په باربیډوس کې تر سره کېږي.

د کرکټ ۲۰ اووريزه نړیوال جام تاریخچه

د کرکټ شل اووريز نړیوال جام د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په دوه کالو کې یو ځل جوړېږي چې تراوسه پکې اته ټورنامنټونه شوي دي.

د جام لومړی ځل سیالۍ په ۲۰۰۷ز کال کې په جنوبي افریقا کې شوې وې او په پای لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

په ۲۰۰۹ ز کال هم د پاکستان لوبډله پای لوبې ته وتلې وه او هلته یې سري لنکا ته ماته ورکړې وه.

له هغه وروسته د ۲۰۱۰ز کال جام انګلستان ګټلی وو، د ۲۰۱۲ز کال اتلولي ویسټ انډیز، د ۲۰۱۴ز کال سري لنکا، د ۲۰۱۶ ز کال ویسټ انډیز او د ۲۰۲۱ز کال اسټرالیا ګټلې وه.

په ۲۰۲۲ز کال کې انګلستان د پاکستان په وړاندې پایلوبه وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG