د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د ځنګلونو وهلو پر ضد احتجاج شوی دی


په سوات کې فعالان د ځنګلونو وهلو ضد د احتجاج په مهال ـ د جون اتمې انځور.
په سوات کې فعالان د ځنګلونو وهلو ضد د احتجاج په مهال ـ د جون اتمې انځور.

سوات په سیدوشریف کې ځایي خلکو او مدني فعالانو د ځنګلونو وهلو ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

احتجاج کونکو د جون پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د سوات په اتروړ، اوشو، کالام، سیرتیلیګرام، او ګلي باغ کې په غیرقانوني توګه د ځنګلونو د وهلو لړۍ روانه ده او څوک یې مخنیوی نه کوي.

په مظاهره کې شریک د سیلګرۍ د ودې ټولنې مشر اظهرالدين وویل چې که د ځنګلونو وهلو لړۍ روانه وه، نو په سیمه کې به د موسمي بدلون په نتیجه کې رامینځته شوې ستونزې نورې هم پیچلې شي.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۱۷ز کال ځنګلونو قانون ترمخه، یو څوک د خپل ضرورت لپاره د شخصي ځمکې ۳۰ سلنه ځنګل وهلو اجازه لري، خو په حقیقت کې ۱۰۰ سلنه ځنګلونه وهل کېږي، چې مخنیوی یې اړین دی.

دا احتجاج په داسې مهال شوی چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر په سیدو کې ولسي غونډې ته وینا کوي. مظاهره چیان وايي که غوښتنه یې نه منل کېږي نو خپل احتجاج به نور هم پراخه کړي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د ځنګلونو او ماحولیاتو وزیر فضل حکیم ویلي چې که په شخصي ځمکه څوک له ۳۰ سلنه زیاتې ونې وهي نو پر ضد به یې قانوني کاروايي کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوشل میډیا کې د خیبر پښتونخوا د دیر، شانګلې، کوهستان او بونیر څخه په غیرقانوني توګه د ونو د وهلو یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوې وې، چې په عکس العمل کې یې د سوات مدني ټولنو د احتجاجي مظاهرې پرېکړه کړې وه.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG