د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د خدي سیمې بلدیاتي‌ چیرمین کمال شاه تښتول شوی


د کمال شاه پخوانی انځور.
د کمال شاه پخوانی انځور.

د شمالي وزيرستان د میرعلي یونین کونسل خدي سيمې بلدیاتي‌ چیرمین کمال شاه لادرکه کړل شوی دی.

د کمال شاه د تره زوي او ملي جمهوري غورځنګ د خيبرپښتونخوا وياند جمال داوړ مشال راډيو ته وويل چې د جون پر اوومه کمال شاه د څه کار لپاره بنو ته تللی وو چې هلته ناڅرګنده کسانو تښتولی دی.

د غورځنګ مخکښ افرسیاب خټک بيا پر اېکس پاڼه په خپل بيان کې تور پوری کړی چې دا کار د جاسوسي ادارو ښکاري.

د غورځنګ مشر محسن داوړ د جون پر اتمه پر اېکسپاڼه لیکلي دي چې د کمال شاه د تښتونې عمل د ریاست لخوا د سیاسي فعالانو پر وړاندې د ظالمانه ځورونې ښکاره مثال دی.

محسن داوړ غوښتنه کړې ده چې کمال شاه دې زر تر زره خوشی کړل شي.

د بنو پولیسو په دې اړه مشال راډيو ته له څه ويلو ډډه کړې خو د استخباراتي ادارو ځينو چارواکو بيا د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته ويلي دي چې د کمال شاه د خوشې کولو هڅه کوي. البته دوی په دې کار کې د جاسوسي ادارو لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG