د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا منځني ختیځ ته ځي


 بلېنکن به اسراييل او د امريکا مهمو عربي متحدانو لکه مصر ،اوردن او قطر ته د جون له لسمې تر دولسمې سفر وکړي.
بلېنکن به اسراييل او د امريکا مهمو عربي متحدانو لکه مصر ،اوردن او قطر ته د جون له لسمې تر دولسمې سفر وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن به راتلونکې اوونۍ منځني ختیځ ته ځي چې د امريکا او اروپايي اتحاديې لخوا د ترهګرې ګرځول شوې حماس ډلې او اسراييل ترمنځ په جګړه کې د اوربند لپاره يوه منصوبه پر مخې يوسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جون پر اوومه وويل چې بلېنکن به اسراييل او د امريکا مهمو عربي متحدانو لکه مصر ،اوردن او قطر ته د جون له لسمې تر دولسمې سفر وکړي.

امريکا حماس د هغې منصوبې منلو ته هڅوي چې يوه اونۍ مخکې د امريکا ولسمشر جوبايډن رامخې ته کړې وه.

د دې منصوبې له مخې به جګړه لږ تر لږه شپږ مياشتې ودريږي او يرغماليان به خوشي شي.

پر اسراييل د حماس لخوا تر بريد وروسته به دا د بلېنکن دې سيمې ته اتم سفر وي. حماس د ۲۰۲۳ م کال پر اووم اکتوبر په اسراييل بريد کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG