د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټي ۲۰ جهاني جام: نن اسټرالیا له بنګلادېش او وېسټ انډیز له سري لنکا لوبېږي


د نومبر درېیمې په سیالیو کې هند افغانستان او نیو زیلینډ سکاټلینډ ته ماتې ورکړه.
د نومبر درېیمې په سیالیو کې هند افغانستان او نیو زیلینډ سکاټلینډ ته ماتې ورکړه.

۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام په لړ کې نن اسټرالیا بنګلادېش او وېسټ انډیز سري لنکا ته مخامخېږي.

د نومبر درېیمې په سیالیو کې هند افغانستان او نیو زیلینډ سکاټلینډ ته ماتې ورکړه.

د نومبر پر درېیمه د افغانستان کپتان محمد نبي د پچې تر ګټلو وروسته د توپ ویشتنې یا بالېنګ پرېکړه وکړه. هندیو بیټسمینانو روهېت شرما او کې اېل راهول د لوبې له پیله د افغانستان بالرانو لپاره مشکلات پیدا کړل.

هندۍ لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو، افغانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه. خو افغان لوبډلې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې جوړې کړې او په ۶۶ منډو یې سیالي وبایلله.

د هند بریا نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د هغه هېواد د لوبډلې هیلې بیا ژوندۍ کړې. افغان لوبډله اوس هم نیمه پایلوبې ته د وتلو امکان لري. تر دې مخکې، د نیو زیلینډ او سکاټلینډ ترمینځ هم سخته لوبه وشوه خو نیو زیلینډ سیالي په ۱۶ منډو وګټله.

XS
SM
MD
LG