د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تهران کې د جون پراتمه د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي


د تهران ښار عمومي عکس.
د تهران ښار عمومي عکس.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د جون پر اتمه د افغانستان په اړه د سمه ییزو هېوادونو غونډه جوړېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، د افغانستان لپاره د سیمه‌ ییزو هېوادونو د ډلې غونډه به د ایران، پاکستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي ایشیا د چارو عمومي ريیس سید رسول موسوي د جون پر شپږمه پر خپله ایکسپاڼه په تهران کې د دې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.

هغه لیکلي چې د تهران غونډه به د سیمییزې همکارۍ او همپالنې په رڼا کې د افغانستان او د سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام وي.

په دغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی هم ګډون کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG