د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراييلي ځواکونو د غزې پر يو ښوونځي بريد کې ۳۰ تنه وژلي


د جون پر شپږمه فلسطينيان په غزه تړانګه کې په اسراييلي بمبارۍ کې د ويجاړ شوي ښوونځي کتنه کوي.
د جون پر شپږمه فلسطينيان په غزه تړانګه کې په اسراييلي بمبارۍ کې د ويجاړ شوي ښوونځي کتنه کوي.

په غزه کې د روغتيا ځايي چارواکي وايي چې اسراييلي ځواکونو پر يوه ښوونځي په بريد کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي دي.

بلخوا اسراييلي ځواکونو ويلي چې د غزې په مرکزي سيمه کې دا ښوونځی حماس ډلې د نظامي مرکز په توګه کاراوه. امريکا او اروپايي ټولنې حماس یوه ترهګره ډله ګرځولې ده.

دا بريد د جون پر پينځمې او شپږمې ترمينځ شپې مهال له هغې وروسته وشو چې اسراييلي پوځ وويل چې دوی په مرکزي غزه کې تازه هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

یوې نړیوالې روغتيايي ډلې په هغه سیمه کې د بریدونو له امله د تلفاتو د زیاتوالي راپور ورکړی دی.

اسراييلي پوځ د جون پر شپږمه وویل چې جنګي الوتکو یې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې پر ښوونځي بمباري کړې ده.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۶،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG