د ۲۰ اووره کرکټ نړيوال جام سياليو کې پاکستان او ايرلينډ يو بل ته مخامخېږي.
د ټېکساس په ډېلاس لوبغالي کې د جون شپږمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اته نیمو او د کابل پر اتو بجو پیلېږي.
تر دې يوه ورځ وړاندې، هند ايرلينډ ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
د جون پر پينځمه د نيويارک په لوبغالي کې ايرلينډ لومړی توپوهنه وکړه او په ۱۶ اووره کې يې د ټولو لوبغاړو په زيان ۹۶ منډې وکړې.
په ځواب کې هند په ۱۳م اوور کې د دوو لوبغاړو په زيان هدف تر لاسه کړ او لوبه يې وګټل.
سږ کال د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سيالۍ د جون پر درېيمه پيل شوي چې ۲۰ لوبډلې برخه پکې اخلي. امریکا او وېسټ انډیز د دغو سیالیو ګډ کوربانه دي.
ټاکل شوې چې د نړيوال جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه د وېسټ انډیز په باربېډوس کې وشي.