د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د بارودو چاودنې ۱ ماشوم وژلی او ۱ يې ژوبل کړی


۱۳ کلن اسحاق په ۲۰۱۱ز کال کې په باجوړ کې په ماين چاودنه کې خپله پښه بايللې وه.
۱۳ کلن اسحاق په ۲۰۱۱ز کال کې په باجوړ کې په ماين چاودنه کې خپله پښه بايللې وه.

د خيبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې په واړه ماموندو کې د بارودو چاودېدو له امله یو ماشوم وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار د جون پر شپږمه مشال راډیو ته وویل دغه پېښه د واړه ماموندو په لوی خرکي ناله سیمه کی د جون پر پينځمه مازيګر شوې ده.

پولیس وايي په پیښه کی ۱۰ کلن ماشوم فرمان وژل شوی او د هغه اته کلن ورور فواد ژوبل شوی دی.

پولیس وايي دواړو ماشومانو له کوره بهر لوبې کولې چې په خاورو کی پټ د بارودو يوه پخوانۍ ګوله ورباندې چاودېدلې ده.

تر دې وړاندې هم د خيبر پښتونخوا په يوشمېر قبايلي سيمو کې ماين چاودنو سلګونو ماشومانو او لويانو ته مرګژوبله اړولې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ ( پي ټي اېم ) او ځايي ولس په وار وار له حکومته غوښتي چې د هغوی سيمې دې له ماينونو پاکې کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ او ولس تر پرلتونو او احتجاجونو وروسته اعلان کړی وو چې په سیمه کې يې د ماینونو پاکولو کار پیل کړی دی خو لا هم سر ته نه دی رسېدلی.

د پاکستان پوځ د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال په قبایلي سیمو کې ماینونه ښخ کړي ول چې لا هم بیرته نه دي ایستل شوي چې له وجې یې وخت ناوخته دا ډول پېښې مخې ته راځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG