ټاکل شوې چې امریکايي ولسمشر جو بایډن به روانه اونۍ فرانسې ته د سفر پر مهال له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره وګوري.
په دې سفر کې به پر هغو لارو چارو خبرې کېږي چې د روسيې لخوا پر اوکراین بې له پارونې يرغل ضد جګړه کې د کییف نور ملاتړ وشي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې دواړه مشران به د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د فرانسې په نورمنډي سیمه کې د متحدینو د کاروایانو د ۸۰مې کلیزې په مناسبت دستورو پر مهال سره وګوري.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر بایډن د جون پر شپږمه د نومنډي ساحلونو او هغې هدیرې ته ورشي چې پکې په جنګ کی د وژل شویو امریکایي سرتېرو قبرونه دي. ټاکل شوې چې هغه د جون پر اوومه د نورمنډي په ساحلي سیمه پوانټه ډواک کې وینا هم وکړي. دا هغه ځای دی چی امریکایی عسکر له سمندره ساحل ته راووتل چې د نازیانو دفاعی کرښې ماتې کړي.
له زېلېنسکي سره د بایډن لیدنه به د دواړو مشرانو ترمينځ وروسته له هغې لومړنۍ مخامخ کتنه وي چې د اپریل پر ۲۰مه د امریکا کانګرس بالاخره اوکراین ته د ۶۱ اربه ډالرو د پوځي مرستو منظوري ورکړه.