د لاسرسي ځای

تازه خبر

بايډن د زېلينسکي سره په ملاقات کې د اوکراين لپاره ۱.۸۵ اربه ډالر نوې مرسته اعلان کړه


د امريکې او اوکراين ولسمشران په سپينې ماڼۍ کې خبري غونډې په وخت
د امريکې او اوکراين ولسمشران په سپينې ماڼۍ کې خبري غونډې په وخت

د اوکراین ولسمشر وولودېمیر زېلینسکي او د امریکا ولسمشر جو بایډن د ډېسېمبر پر ۲۱مه په اوکراین کې د جګړې د وضعیت په اړه یو متحد پیغام وړاندې کړی.

زیلینسکي پرون په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بایډن سره ولیدل او نور ډاډ یې ترلاسه کړ چې امریکا به د اوکراین تر څنګ ولاړه واوسي. بایډن د اوکراین لپاره د ۱.۸۵ اربه ډالرو نوې امنیتي مرسته اعلان کړه.

ولسمشر جو بایډن په خپل دفتر کې له زېلینسکي سره له دوه ساعته ملاقات وروسته د ګډې خبري غونډې پر مهال وویل چې امریکا د "ازاد، سوکاله او خپلواکه" اوکراین حامي دی. بایډن د زیلینسکي سره ژمنه وکړه چې هغه به "هیڅکله یوازې نه وي" او وې ویل چې واشنګټن یقیني کول غواړي چې کله زیلینسکي له مسکو سره د جوړجاړي لپاره خبرو اترو ته تیار وي، نو بریالی به اوسي ځکه چې جګړه به یې ګټلی وي.

زیلینسکي د امریکایانو د ملاتړ څخه مننه وکړه، خو په نوي کال کې یې د سولې د امکاناتو په اړه لږه هیله څرګنده کړه. نوموړي وویل چې جګړه به یوازې د اوکراین د خپلواکي بحالولو او له روسیې څخه د تاوان په اخیستو پای ته ورسیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG