د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن هند او ايرلينډ یو بل ته مخامخېږي


د جون پر پينځمه د هند او ايرلينډ ترمينځ سيالي په نيويارک کې کېږي ـ پخوانی انځور
د جون پر پينځمه د هند او ايرلينډ ترمينځ سيالي په نيويارک کې کېږي ـ پخوانی انځور

د ۲۰ اووره کرکټ نړيوال جام سياليو کې هند او ايرلينډ يو بل ته مخامخېږي.

د نيويارک په لوبغالي کې د جون پينځمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، نېدرلينډ (هالينډ) نيپال ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه خو د انګلينډ او سکاټلينډ سيالي د باران له امله لغوه شوه.

سږ کال د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سيالۍ د جون پر درېيمه پيل شوي چې ۲۰ لوبډلې برخه پکې اخلي. امریکا او وېسټ انډیز د دغو سیالیو ګډ کوربانه دي.

ټاکل شوې چې د نړيوال جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه د وېسټ انډیز په باربېډوس کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG