د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اوافغانستان ترمینځ پر خرلاڅو لارتجارت بیرته پیل شوی دی


په کورمه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅو تجارتي لار. (انځور: ارشیف)
په کورمه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅو تجارتي لار. (انځور: ارشیف)

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د دوه اړخيزه تجارت د زیاتولو په خاطر د نوې موافقې له مخې د جون پر دویمه له افغانستانه څخه د خرلاڅو له لارې مال وړونکي لارۍ پاکستان ته داخلې شوې دي.

دا خبره د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ګډې خونې يو مشر ضیاوالحق سرحدي د جون پر دویمه مشال راډیو ته وکړه.

ده وويل چې په کابل کې د پاکستان سفارت افغان ډرايورانو ته د داخلې موقتي اسناد ورکړي دي.

د پېښور په افغان کونسلګرۍ کې پر کابل د واکمنو طالبانو استازي حافظ محيب الله مشال راډيوته وويل چې دوی به هم ورته اسناد د پاکستان ټرانسپورټرانو ته ورکوي چې د جاري کولو لپاره يې له کابله يو چارواکی پېښور ته رسېدلی دی.

د پاکستان او افغانستان د ځواکونو ترمینځ د نښتو او د اسلام اباد له لورې د مال وړونکیو ډرايورانو او کاروباریانو لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط لازمي کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمینځ تجارت کم شوی دی.

د سوداګرۍ د زیاتولو په خاطر د پاکستان يو پلاوی د روان ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې د تجارتي چارو د وزارت سېکرېټر خرم اغا په مشرۍ کې د کابل سفر وکړ.

دوی وویل چې هلته یې له طالب چارواکو سره وليدل او دواړو غاړو موافقه وکړه چې یو بل هېواد ته د تګ راتګ لپاره به ډريورانو ته به د داخلې لنډمهاله اسناد یا ټمپرېري اېډمېشن ډاکومنټ ورکوي.

د اسلام اباد او کابل تعلقاتو پر ډېورنډ کرښه د مېشتو پښتنو ژوند څومره او څنګه ستونزمن کړی دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:31 0:00

دا اسناد به د يوه کال لپاره ورکول کېږي چې د روان ۲۰۲۴ز کال له جون څخه پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط ايښی دی او دريځ لري چې دا کار د امنيت لپاره ضروري دی.

د دې شرطونو له وجې د دواړو غاړو سوداګري کمه شوې ده. په چمن، تورخم، وزیرستان او کورمه کې خلکو د دې قوانينو پر ضد مظاهرې کړې دي.

په چمن او انګور اډه کې د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر او نومبر څخه احتجاجونه روان دي خو د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه دي منلي.

XS
SM
MD
LG