د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن پرلت کمېټۍ پر خبریالانو د دایرې شوې مقدمې ضد های کورټ ته درخواست ورکړی


د جمن پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له میاشتې راهيسې دوام لري. پخوانی انځور
د جمن پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له میاشتې راهيسې دوام لري. پخوانی انځور

د چمن پرلت کمېټۍ د یادې سیمې پر څلور خبریالانو د دایرې شوې مقدمې پرضد های کورټ ته درخواست ورکړی دی.

د کمېټۍ ویاند صادق اڅکزي د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، دوی ځکه های کورټ ته تللي چې د ده په دعوه، د پولیسو او پلټتو وفاقي ادارې (ایف ای اې) لخوا پر خبریالانو درج شوې مقدې غیرقانوني ده.

احمد ظاهر نومي خبریال مشال راډیو ته وویل، ایف ای اې پر دوی تور پورې کړی دی چې د چمن په پرلت کې د پاکستان ضد خبرې کېدې او دوی به نشرولې. د ده په وینا، پولیسو بیا په بله مقدمه کې دوی په دې تورن کړي دي چې ګواکې د پریس کلب مخې ته یې د ریاست پرضد د خلکو د پارولو هڅه کړې ده.

احمد ظاهر زیاته کړه، دوی دا دواړه تورونه ردوي او د هم دې پرضد يې بلوچستان های کورټ ته درخواست ورکړی دی. مولا داد سلطان، حضرت علي او حبیب الله په هغو څلورو خبریالانو کې دې چې پرضد يې مقدمې دایرې شوې دي.

د چمن پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې روان دی او دوی د خپلو غوښتنو لپاره مې له څلورمې راهیسې د چمن او کوټې ترمنځ لاره تړلې ده.

د چمن او کوټې ترمينځ د لويې لارې تړل کېدو تازه حال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:03 0:00

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړي خو د پاکستان حکومت دا نه مني.

د پرلتوالو او حکومت ترمینځ په وار وار مذاکرات شوي خو هر ځل ناکامه شوي دي. تازه هڅه د مې پر ۱۲ او ۱۳مه وشوه چې د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي او کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو له پرلتوالو سره خبرې اترې وکړې چې نتيجه يې ورنکړه.

د چمن پرلت کله او ولې پیل شوی وو؟

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبرپه پیل کې د پاکستان حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.

د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوال وايي چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي. په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

پر پرلتوالو ډزې

د پرلتوالو په وینا، د مې پر څلورمه د اېف سي ځواک سرتېرو یې پر احتجاجي کيمپ بريد وکړ او په ډزو يې دوه پرلتوال ووژل او تر ۱۰ زيات يې ژوبل کړل.

بلخوا د سرحدي ځواک (اېف سي) وياند مشال راډيو ته ويلي چې دا یې پرضد دسيسه ده او ادعا يې کړې چې پرلتوالو خپله ډزې کړې دي خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی.

پرلتوالو وروسته د یو وژل شوي کس مړی د چمن مرستیال کمشنر دفتر مخې ته کېښود، او هلته یې هم پرلت پیل کړ خو یوه ورځ وروسته یې مړی ښخ کړ او احتجاج یې پراخ کړ.

هغوی له هغې ورځې راهیسې د چمن او کوټې ترمینځ لویه لاره تړلې ده او په چمن کې یې د پاسپورټ دفتر، د خبريالانو مرکز او د نيشنل بینک ودانۍ د احتجاج په توګه تړلې دي. هغوی وايي چې حکومت دې د ډزو کوونکو سرتېرو پرضد مقدمه درج کړي.

د بلوچستان حکومت لا د هغوی د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي. د مې پر ۱۰مه د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) مظاهرو ته د شپږو ګوندونو د غړو او پلویانو ترڅنګ ولسي وګړي هم ورغلي ول.

د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نوم حکومت مخالفه شپږ ګونديزه اېتلاف د چمن، پښين، ژوب او قلعه سيف الله په ګډون د بلوچستان په يوشمېر سيمو د چمن پرلت په ملاتړ لاريونونه او احتجاجي غونډې کړې دي. د اېتلاف مشرانو د مې پر ۱۰مه د احتجاجي غونډو پر مهال د چمن پر پرلتوالو د اېف سي ځواک د سرتېرو د مبينه ډزو غندنه وکړه او زياته يې کړه چې د پرلتوالو غوښتنې دې ومنل شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG