د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي چین د سوېټرزلینډ د سولې د غونډې کمزوري کولو هڅه کوي


زېلېنسکي (په منځ کې) په سېنګاپور کې د امریکا استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې پلاوي سره ـ د جون لومړۍ نېټې انځور.
زېلېنسکي (په منځ کې) په سېنګاپور کې د امریکا استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې پلاوي سره ـ د جون لومړۍ نېټې انځور.

د اوکراین ولسمشر په سېنګاپور کې د "شنګریلا ډایلاګ" یا مکالمې په نوم د سرمشریزې پر وروستۍ ورځ له نړیوالو مشرانو سره ولیدل او د سوېټزرلینډ د سولې کنفرانس لپاره یې د نړیوال ملاتړ جذبولو هڅه وکړه.

وولودیمیر زېلېنسکي د جون پر دویمه په هغو ملاقاتونو کې وویل چې چین د سولې کنفرانس د کمزوري کولو هڅه کوي.

ټاکل شوې ده چې د اوکراین د سولې په اړه د جون په نیمایي کې نړیواله غونډه وشي. زېلېنسکي تر دې مخکې پر روسیې هم تور پورې کړی وو چې د هغه کنفرانس د کمزوري کولو هڅه کوي، خو زیاته کړې یې وه چې تر ۱۰۰ زیاتو هېوادونو او تنظیمونو پکې ګډون ته چمتووالی ښوولی دی.

روسیه پر اوکراین تر برید وروسته په هغه ډول غونډو کې ګډون نه کوي او چین هم ویلي دي چې پکې برخه نه اخلي.

د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي او د دفاع وزیر رستم عمروف په سېنګاپور کې د امریکا د دفاع له وزیر لایډ اسټن سره هم څه باندې یو ساعت خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ امریکا پر اوکراین د امریکایي وسلو د استعمال په اړه محدودیتونه نرم کړل چې له مخې یې اوس کییف په روسیه کې دننه اهداف په نخښه کولی شي.

زېلېنسکي له خبریالانو سره په خبرو کې په دې خفګان څرګند کړ چې په سېنګاپور کې یې له چینايي پلاوي سره لیده کاته و نه شول او دا چې بیجنګ به د سوېټزرلینډ د سولې په کنفرانس کې هم ګډون و نه کړي. هغه وویل، "له بده مرغه چین نورو ملکونو ته هم وايي چې په هغه کنفرانس کې دې ګډون نه کوي."

بیجنګ لا د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG